د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، چين او ایران د ترهګرۍ پر مخنيوي غونډه کړې ده


د پاکستان، چين او ايران استازو د جون پر اوومه په بيجنګ کې پر سيمه ييز امنيت خبرې وکړې ــ پخوانی انځور
د پاکستان، چين او ايران استازو د جون پر اوومه په بيجنګ کې پر سيمه ييز امنيت خبرې وکړې ــ پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د چين، ايران او پاکستان چارواکو په بیجنګ کې "د ترهګرۍ د مخنيوي او امنيت" په اړه "مشورتي" غونډه کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د جون پر اوومه په بيان کې ويلي چې د درېواړو هېوادونو استازو پر سيمه ييز امنيت او په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

په بیان کې راغلې ده چې مشورتي غونډه د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د اړوندو څانګو د رییسانو ترمینځ شوې ده.

بیان زیاتوي چې چارواکو په "ځانګړي ډول سیمې ته د ترهګرۍ پر ورپېښو ګواښونو" خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې د جون پر اوومه د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې دا درې اړخيزې ناستې به په "منظمه" توګه کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې په مې کې په اسلام اباد کې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه غونډه هم شوې وه چې پکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د هغه چینايي سیال چن ګانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون پکې کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG