د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۵ تنه ژوبل شوي دي


ځايي خلک وايي ګاډی د اکتوبر پر ۱۲مه په جنج روان وو چې د سوات په کوټلۍ کې کندې ته پرېوت.
ځايي خلک وايي ګاډی د اکتوبر پر ۱۲مه په جنج روان وو چې د سوات په کوټلۍ کې کندې ته پرېوت.

په سوات کې د ورا (جنج) یو موټر یوې ژورې کندې ته پرېوتی چې پکې سپاره لږترلږه ۲۵ کسان ژوبل شوي دي.

ټرافیکي پېښه د اکتوبر پر ۱۲مه سهار مهال د سوات د کبل تحصیل په کوټلۍ سیمه کې شوې ده او په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ژغورنې چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) او ځايي خلک وايي، فلاینګ کوچ ګاډی له پاینده شاه کلي څخه علي ګرامي سیمې ته روان وو چې په کوټلۍ کې یوې کندې ته پرېوت.

د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل، هغوی هغوی ژوبل کسان له کندې وایستل او د ژغورنې د ادارې په مرسته د سوات د سیدو شریف روغتون ته لېږدول شوي دي.

هلته د سیدو شریف د روغتون ډاکټرانو مشال راډیو ته ویلي چې په ژوبلو کسانو کې د شپږو روغتیايي وضعیت نازک دی.


ځیني خلک وايي، په ګاډي کې تر اندازې زیات کسان سپاره ول نو ښايي هم هغه د پېښې لامل وي. خو چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په پاکستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي. په هغه هېواد کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د سېپټېمبر پر ۲۲مه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې په ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل او ۲۵ ژوبل شول.

د اګست پر ۲۰مه په پنجاب کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۵ ژوبل شوي ول. هغه مهال له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان یو مساپر وړونکی بس د فیصل اباد پر لویه لاره (موټروې) له پېنډي بټیا سره نېږدې له یوه پېک اپ ګاډي سره ټکر کړی وو چې تر هغې وروسته په بس اور لګېدلی وو.

همدارنګه د جولای پر ۲۸مه په ګلګت کې یو ګاډی کندې ته پرېوتی وو چې پکې اته کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي ول. هغه ګاډی له پنجابه ګلګت ته روان وو چې له بابوسر ټاپ سره نېږدې ژورې کندې ته پرېوتی وو او پکې اور لګېدلی وو.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د جولای پر ۱۶مه په هم هغه سیمه کې د مساپرو یو بس کندې ته پرېوت چې پکې پینځه تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل شوي ول.

د جون په پای کې د اختر پر دویمه ورځ په ټرافیکي پېښو کې دوه تنه ووژل شول. تر دې مخکې د جون پر ۱۷مه د پنجاب له کلرکهار سره نېږدې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG