د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې په بېلا بېلو پېښو کې ۳ کسان وژل شوي دي


په چارباغ کې پر موټرسایکل سواره دوه ځوانان په ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي ـ پخوانی انځور.
په چارباغ کې پر موټرسایکل سواره دوه ځوانان په ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې په بېلا بېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ او ځايي پوليسو چارواکو نن (د جولایي په لومړۍ) مشال راډیو ته وویل چې پرون د اختر په دویمه ورځ ناوخته په چارباغ کې په ترافیکي پېښه کې دوه ځوانان وژل شوي دي. دوی زياتوي چې ځوانان په موټر سايکل سپاره ول او تېز رفتارۍ له وجې له موټر سره ټکر شول.

په یوه بله پېښه کې د سوات په چارباغ کې ۱۳ کلن ماشوم په اوبو کې ډوب شوی دی. د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ وايي، ماشوم سیند ته لامبلو ته ورغلی وو.

دا راز په بحرين کې هم په ترافیکي پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي. په یوه بله پېښه کې په بحرين کي رکشه د سوات سيند ته پريوتې چې په کې پينځه سيلانيان سواره ول. په پېښه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو د خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو خلک سوات ته د سیل لپاره ورځي چې له وجې یې د عادي ورځو پرتله د اختر په ورځو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو د بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG