د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ د پاکستان له مشر قاضي څخه پر هغه او ملګرو یې د برید په اړه د اقدام غوښتنه کړې


محسن داوړ له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی وو - پخوانی انځور.
محسن داوړ له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی وو - پخوانی انځور.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ تر ژوبلېدو وروسته په لومړي ویډیويي پیغام کې د پاکستان له چیف جسټس (قاضي القضات) څخه غوښتنه کړې ده چې په شمالي وزیرستان کې پر هغه او ملګرو دې یې د ډزو د پېښې په اړه له خپل لوري اقدام (سو موټو نوټس) وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اېن ډي اېم او پلویانو یې د فبرورۍ ۱۰مې له پېښې راهیسې په شمالي وزیرستان او د پاکستان په نورو برخو کې مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

ملي جمهوري غورځنګ وايي چې محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

ګوند وايي چې په پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو ه دې اړه څه نه ول ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه چې پکې پولیسو ته هم مرګژوبله واوښته.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

اېن ډي اېم د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، د محسن داوړ ویډیويي وینا خپره کړې چې پکې نوموړي وویل چې لومړی ورباندې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال برید وشو او بیا د انتخاباتو پر ورځ او تر هغې وروسته د رایو شمېر پرمهال درغلي وشوه چې دا ولس په پارلېمان کې د خپل استازیتوب له حقه د بې برخې کولو معنا لري.

داوړ وویل چې د "شمالي وزیرستان پر وینو لړلیو انتخاباتو ډاکه اچول" شوې نو ځکه دې مشر قاضي له خپل لوري اقدام وکړي. "الېکشن کمېشن او [د درغلیو د تورونو پلټنو لپاره جوړه جرګګۍ یا] ټرېبیونل په موږ وخت تېروي او کېس (قضیه) سنجیده نه اخلي، موږ بیا هم حوصله نه بایلو. خو چې زموږ او زموږ د ملګرو وینې وبهول شوې نو له چیف جسټسه خواست کوو چې پر دې پېښه دې سو موټو اقدام وکړي."

نوموړي له چیف جسټس قاضي فایز عیسا وغوښتل چې پر ده او ملګرو دې په برید کې ککړ کسان سزا کړي.

داوړ وویل چې په انتخاباتو کې پر درغلۍ او ورباندې د "ګولیو پر ورولو له وېرې خاموشه" نه دي پاتې شوي او پلویان یې هره ورځ په میرامشا کې د چاوڼۍ مخې ته په هغه ځای کې احتجاج کوي چې ورباندې برید شوی وو.

د اېن ډي اېم د خیبر پښتونخوا څانګې سېکرټر ندیم عسکر د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ډزو هغې پېښې پرضد د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر، انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د امنیتي ادارو پرضد مقدمې دایروي.

په پاکستان کې بېلابېلو ګوندونو او سازمانونو پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو غندنه کړې وه او د بشري حقونو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په بیان کې پر داوړ د حملې غندلو تر څنګ له حکومته د پېښې د "سمدستي او رڼو پلټنو" غوښتنه کړې وه.

محسن داوړ د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پالیسيو د نيوکو لپاره پېژندل کېږي او په دې ترڅ کې یې څه موده په زندان کې هم تېره کړې ده.

د جنورۍ پر درېیمه هم د شمالي وزيرستان په تپي کې د محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

محسن داوړ تر ژوبلېدو مخکې پر اېکس ليکلي ول چې د انتخاباتي کمېشن له خوا ګومارل شوي چارواکي د ټاکنو په نتيجو کې درغلي کوي او سربېره پر دې چې نوموړي هلته تر ټولو زياتې رايې اخيستي دي، نتيجه نه اعلانوي.

ده تور پورې کړی وو چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ د يوې او د صوبايي اسمبلۍ د دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته نتیجې بدلې شوې دي.

د انتخاباتي کمېشن چارواکو د اېن ډي اېم د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د هغه تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزيرستان ريټرنېنګ افسر قيصر خان کونډي د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د جمعيت علمای اسلام (ف) د نوماند مصباح الدين د بريا خبرپاڼه خپره کړه خو وروسته یې د بریالي نوماند په اړه فرمان د فبرورۍ تر ۲۶مې وځنډاوه.

کمېشن دریځ لري چې په هېواد کې انتخاباتي بهیر پوره شفاف او عادلانه وو او که څوک ورباندې اعتراض لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

داوړ په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

XS
SM
MD
LG