د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انتخابي نتیجو پرضد بیا احتجاج شوی دی


د فبرورۍ پر ۲۴مه د اېن ډي اېم پلویانو په میرامشا کې احتجاجي لاریون وکړ.
د فبرورۍ پر ۲۴مه د اېن ډي اېم پلویانو په میرامشا کې احتجاجي لاریون وکړ.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) پلویانو او د شمالي وزیرستان یو شمېر قبیلو له حکومته غوښتي دي چې د هغې ضلعې د انتخاباتو نتیجې سمې کړي.

دوی د فبرورۍ پر ۲۴مه، په میرامشاه کې د جرګې او احتجاجي لاریون په ترڅ کې د فبرورۍ ۱۰مې په ډزو کې وژل شویو او ژوبلو ته د انصاف غوښتنه هم وکړه.

تر لاریون وروسته د اېن ډي اېم یو مشر عادل داوړ مشال راډیو ته وویل چې ټولو قبیلو جرګه وکړه او وېې ویل چې په انتخاباتو کې د رایو پر مرکزونو وسلوالو بریدونه کړي دي، وروسته د انتخاباتو نتیجې بدلې شوي دي او د دې منلو ته تیار نه دي.

داوړ وویل چې تر انتخاباتو وروسته د دوی پر ملګرو او مشر ډزې شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده.

په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم احتجاج د فبرورۍ له ۱۰مې راهیسې روان دی. د اېڼ ډي اېم مشر محسن داوړ او د هغه پر پلویانو هم هغه ورځ په داسې حال کې ډزې وشوې چې د پوځي چاوڼۍ مخې ته یې په انتخاباتو کې د درغلۍ ضد احتجاج کولو.

ملي جمهوري غورځنګ وايي چې محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

ګوند وايي چې په پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه. نوموړي ویلي ول چې په پېښه کې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې وه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

اېن ډي اېم وایي چې مشر یې محسن داوړ د فبرورۍ پر ۱۶مه انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی چې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مه حلقه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۰۳ او ۱۰۴ وسلوالو د انتخاباتو پر مرکزونو بریدونو کړي او وروسته نتیجې بدلې شوي دي نو ځکه دې هلته بیا انتخابات وشي.

د فبرورۍ پر ۲۰مه د ضلعي انتظامیې او احتجاج کونکو ترمینځ مذاکرات وشول خو نتیجه یې ور نه کړه.

د جرګې او غونډې یو مشر ملک نیک محمد وزیر مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۲۴مه یې پرېکړه وکړه چې تر هغې به احتجاجونو ته دوام ورکوي چې خپل حق یې نه وي اخیستي. هغه ادعا وکړه چې رایې یې غلا شوي دي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشران وایي چې د فبرورۍ د ۱۰مې پېښې په اړه یې د انتظامیې د ذمه دارو چارواکو ضد د مقدمې لیکلو درخواست یې پولیسو ته ورکړی دی او د فبرورۍ پر ۳۰مه یې د بنو په عدالت کې هم هغه خواست جمع کړی دی.

د محسن داوړ تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزیرستان ریټرننګ افسر قیصر کنډي د قامۍ اسمبلۍ پر څوکۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) نوماند مصباح الدین او د صوبایي اسمبلۍ پر څوکیو د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي ازاد کاندیدان اقبال وزیر او نیک محمد کامیاب اعلان کړل خو ملي جمهوري غورځنګ وایي چې دغه نتیجې نه مني.

په شمالي وزیرستان کې د کمېشن څانګې لا د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن په ټاکنو د درغلیو تورونه ردوي او وايي چې انتخاباتي بهیر روڼ او منصفانه وو.

XS
SM
MD
LG