د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ په میرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته په ډزو ژوبل شوی دی


د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ: پخوانی انځور
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ: پخوانی انځور

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او پېژندل شوی پښتون سیاستوال محسن داوړ نن (د فبرورۍ پر ۱۰مه) هغه مهال په ډزو ژوبل شو چې په میرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته یې احتجاجي غونډې ته وينا کوله.

نوموړی د فبرورۍ اتمې نېټې په انتخاباتو کې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مې حلقې انتخاباتو ته ولاړ وو.

د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ رحيم داوړ تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې چې د ګوند مشر محسن داوړ او نورو غړيو غوښتل چې د شمالي وزيرستان د ضلعي ريټرنينګ افسر دفتر ته ورشي او له هغه د انتخاباتو د نتيجو د اعلان غوښتنه وکړي، خو د نوموړي په وينا پوځيانو هغوی ته دننه د ورتګ اجازه ور نه کړه.

د رحيم داوړ په وينا، وروسته هغوی د ريټرنينګ افسر د دفتر مخې ته، چې په پوځي چاوڼۍ کې دننه دی، احتجاجي غونډه پيل کړه او چې کله محسن داوړ وينا پيل کړه نو "ناتاره ډزې" ورباندې وشوې.

رحيم داوړ زياتوي چې د ډزو په نتیجه کې د هغوی درې ملګري وژل شوي او دمحسن داوړ په ګډون د ګوند ۱۵ کسان ژوبل شوي دي.

اسد داوړ: د ولس د رايو حق غوښتنې په غبرګون کې ډزې راباندې وشوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00

په پېښه کې ځينې ژوبل بنو ته وړل شوي چې يو پکې د ملي جمهوري غورځنګ د مشالي وزيرستان مشر اسد داوړ دی.

بل خوا محسن داوړ له ميرامشا روغتونه د نورې درملنې لپاره اسلام اباد ته وړل شوی دی.

د محسن داوړ ملګري وايي ډزې پولیسو او امنیتي سرتېرو ورباندې کړي دي، خو امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو ځينو امنيتي سرچينو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ځينو پوليسو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، البته د دې ادعا لپاره يې ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د داوړ د ګوند پلويانو پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي عکسونه خپاره کړي چې هغه په ژوبل حالت کې پروت ښکاري او وينې ورڅخه بهېږي.

د محسن داوړ په ګډون ټول ژوبل کسان د درملنې لپاره د میرامشا روغتون ته رسول شوي دي او د ډاکټرانو په وينا د داوړ روغتيايي حالت له خطره بهر دی.

د ملي جمهوري غورځنګ وياندې بشره ګوهر د پېښو د پلټنو او د بريد د عاملينو د سزا غوښتنه کړې ده.

بل خوا د ګوند غړيو په کراچۍ کې د يوې مظاهرې پر مهال پر محسن داوړ او د هغه پر ملګرو د ډزو غندنه کړې ده.

په کراچۍ کې د ملي جمهوري غورځنګ غړيو د فبرورۍ پر ۱۰مه پر محسن داوړ د بريد غندنه کړې ده.
په کراچۍ کې د ملي جمهوري غورځنګ غړيو د فبرورۍ پر ۱۰مه پر محسن داوړ د بريد غندنه کړې ده.

پر دې سربېره د بشري حقونو فعالانو او سياستوالو پر محسن داوړ د بريد غندنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر اېکس ليکلي چې ددې پېښې خلاف له محسن داوړ ا د هغه له ګوند سره ولاړ دی. نوموړي زياته کړې چې "امنيتي ادارې دې د غنډه ګردۍ لړۍ پای ته ورسوي."

محسن داوړ، تر ژوبلېدو وړاندې پر اېکس ليکلي ول چې د انتخاباتي کمېشن له خوا ګومارل شوي چارواکي د انتخاباتو په نتيجو کې له درغلۍ کار اخلي او سربېره پر دې چې نوموړي هلته تر ټولو زياتې رايې اخيستي دي، نتيجه نه اعلانوي.

نوموړي تور پورې کړی وو چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ پر يوې او د صوبايي اسمبلۍ پر دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته په نتیجو کې بدلون راوستل شوی دی.

تر اوسه ځايي انتظاميې او د انتخاباتي کمېشن چارواکو د محسن داوړ د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د هغه تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزيرستان ريټرنينګ افسر قيصر خان کنډي د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ د جمعيت علمای اسلام د نوماند مصباح الدين د بريا خبرپاڼه خپره کړه.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر نهمه د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند محمد سهېل مشال راډیو ته ویلي ول چې کومو نوماندانو چې ورته شکایتونه ور وړي ول، هغه یې حل کړي دي. سهېل او د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا وايي چې په هېواد کې انتخابات بشپړ شفاف او منصفانه ول.

په همدې حال کې د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز ویلي دي چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

تر دې وړاندې د جنورۍ په درېیمه، د شمالي وزيرستان په تپي کې د محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

محسن داوړ په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب شوی وو.

XS
SM
MD
LG