د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي‌جمهوري غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د احتجاج په توګه لویې لارې تړلې دي


په درپه خېلو کې د ملي جمهوري غورځنګ د غړيو او پلویانو مظاهره
په درپه خېلو کې د ملي جمهوري غورځنګ د غړيو او پلویانو مظاهره

د ملي جمهوري غورځنګ غړيو او پلويانو د دې ګوند د مشر محسن داوړ د زخمي کېدو او ۳ غړيو د وژل کېدو پر ضد د فرورۍ پر ۱۳مه په شمالي وزیرستان کې دکانونه او لارې تړلې دي.

دا غورځنګ وايي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د فرورۍ پر لسمه په ډزو کې د دې ګوند مشر محسن داوړ په ګډون ۱۵ کسان زخمي او ۳ نور ملګري ووژل. پوځ او د شمالي وزیرستان انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. د غورځنګ پلویانو هغه مهال د محسن داوړ پر حلقه د انتخاباتو د نتیجو د ځنډېدو پر ضد مظاهره کوله.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن پر دې حلقه د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند صلاح الدین بریالی اعلان کړی دی. خو ملي جمهوري غورځنګ (این ډي اېم) وايي په ټاکنو کې درغلي شوې او نتیجې نه مني.

د این ډی اېم احتجاج کونکیو د شمالي وزیرستان په میرلي، همزوني، خدي او نورو سیمو کې سړکونه او لوی لارې نن هم تړلې دي. دغه ګوند تور پورې کوي چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ د يوې او د صوبايي اسمبلۍ د دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته نتیجې بدلې شوې دي.

احتجاج کوونکو میرامشاه، میرعلي، همزوني، محمد خیل خدي، او د غلام خان ټرانزیټ سړک په ګډون د شمالي وزيرستان په يوشمېر نورو سیمو کې هم سړکونه د ګاډو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي. په عين حال کې، د درپه خیل قبیلې مشرانو اعلان کړی چې میرامشاه بازار به سر له ننه په بشپړه توګه تړي.

د انصاف تر کېدو به احتجاج روان وي.
شيرولي خان

د درپه خیل قبیلې څلویښتي مشر ملک شیر ولي خان د فرورۍ پر ۱۲مه د مظاهرې پر مهال وويل چې تر هغه وخته به يې احتجاج روان وي تر څو د غورځنګ له وژل شويو او ژوبلو سره انصاف نه وي شوی: "بازارونه به هم بند وي او روډونه به هم بند وي. تر هغه وخته به بند وي تر کومه وخته چې دا مسله حل شوې نه وي او دا ظلم بند شوې نه وي."

بلخوا نن د فرورۍ پر ۱۳مه په درپه خیلو کې د سیمې یو پولیس چارواکي (ډي ایس پي) سید جلال د احتجاج کونکو ته د وینا پر وخت ویلي چې په هغه پېښه کې د دوی هیڅ یو تن ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا له هغې وروسته ده چې د پاکستان نګران وفاقي حکومتي چارواکو او د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکو تور پورې کړ چې په هغه پېښه کې ځينو پوليسو ته هم مرګژوبله اوښتې وه. نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د فرورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د محسن داوړ ملګرو سره د مظاهرې په وخت وسلې وي. هغه وويل چې د امنيتي ځواکونو او دواړو خواوو ترمنځ ډزې شوې دي. نوموړي د دې ادعا لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

خو اين ډي اېم په يوه خبرپاڼه کې د نګران وزیراعظم خبرې بې اساسه او دروغ بللې دي. د فرروۍ پر دولسمه په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دوی غړي بې وسلې او سوله ییز وو چې ويډيوګانې یې مودې دي خوسرحدي ځواکونو پرې ناتاره ډزې وکړې. اين ډي اېم پر محسن داوړ حمله د هغه د غږ خاموشه کولو کوښښ بللی دی. داوړ د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پالیسيو د نيوکو لپاره پېژندل کېږي او په دې ترڅ کې یې څه موده په زندان کې هم تېره کړې ده.

XS
SM
MD
LG