د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ پر خپل مشر محسن داوړ د ډزو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی


په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۱مه عمومي سړک تړلی وو.
په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۱مه عمومي سړک تړلی وو.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۲مه پر درېیمه ورځ هم پر خپل مشر او د قامي اسمبلۍ د څوکۍ پر نوماند محسن داوړ او نورو مخکښه غړو د ډزو پرضد د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

داوړ د فبرورۍ پر ۱۰مه هغه مهال په ډزو ژوبل شو چې د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یې د پوځي چاوڼۍ مخې ته په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد احتجاجي غونډې ته وينا کوله.

غورځنګ وايي ډزې پولیسو او امنیتي سرتېرو کړې دي، خو امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی، البته ځينو امنيتي سرچينو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې په پېښه کې ځينو پوليسو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو د دې ادعا لپاره يې ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۲مه پر درېیمه ورځ هم پر خپل مشر محسن داوړ او نورو غړو د ډزو پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی.

د هغه ګوند غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، ډېره اسماعیل خان، خیبر، د بلوچستان په ځینو برخو او د سیند په مرکز کراچۍ کې احتجاجي غونډې وکړې.

د مظاهرو ګډونوالو د شمالي وزیرستان په میرلي، همزوني، خدي او نورو سیمو کې سړکونه تړلي ول.

د ګوند یو مخکښ رحیم داوړ په میرلي کې مظاهرې ته په وینا کې وویل، "ظلم" ورسره شوی دی نو ځکه د "انصاف" تر ترلاسه کولو پورې "احتجاج ته دوام" ورکوي.

د اېن ډي اېم د سیند څانګې مشر محمد شېر مسید په کراچۍ کې احتجاجي غونډې ته په وینا کې د چا نوم یاد نه کړ خو امنیتي ادارې (اېسټيبلېشمنټ) ته یې په اشاره وویل چې د "سولې او جمهوریت" مبارزینو د "غږ ډب کولو" هڅې کوي.

د پاکستان پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د امنیت ټینګښت لپاره یې ګڼ سرتېري وژل شوي دي، د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي او زیاتوي چې په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي او د جمهوریت پلوي کوي.

په پاکستان کې بېلابېلو ګوندونو او سازمانونو پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو غندنه کړې ده.

د بشري حقونو کمېشن د فبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په بیان کې پر داوړ د حملې غندلو تر څنګ له حکومته د پېښې د "سمدستي او رڼو پلټنو" غوښتنه وکړه.

ملي جمهوري غورځنګ د فبرورۍ پر ۱۰مه او ۱۱مه هم په کراچۍ، شمالي وزیرستان او د بلوچستان په ځینو پښتون مېشته سیمو کې مظاهرې کړې وې.

محسن داوړ تر ژوبلېدو مخکې پر اېکس ليکلي ول چې د انتخاباتي کمېشن له خوا ګومارل شوي چارواکي د ټاکنو په نتيجو کې درغلي کوي او سربېره پر دې چې نوموړي هلته تر ټولو زياتې رايې اخيستي دي، نتيجه نه اعلانوي.

ده تور پورې کړی وو چې په شمالي وزيرستان کې د قامي اسمبلۍ د يوې او د صوبايي اسمبلۍ د دوو حلقو تر انتخاباتو وروسته نتیجې بدلې شوې دي.

تر اوسه ځايي انتظاميې او د انتخاباتي کمېشن چارواکو د محسن داوړ د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د هغه تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزيرستان ريټرنينګ افسر قيصر خان کونډي د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د جمعيت علمای اسلام (ف) د نوماند مصباح الدين د بريا خبرپاڼه خپره کړه.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا د فبرورۍ پر اتمه تر انتخاباتو وروسته ویلي ول چې ټاکنې پوره رڼې او منصفانه وې.

داراز، د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

هم د فبرورۍ پر نهمه د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند محمد سهېل مشال راډیو ته ویلي ول چې کومو نوماندانو چې ورته شکایتونه ور وړي ول، هغه یې حل کړي دي.

کمېشن وايي که څوک پر ټاکنو اعتراض لري نو عدالتونو ته غوښتنلیکونه ورکولای شي.

د جنورۍ پر درېیمه هم د شمالي وزيرستان په تپي کې د محسن داوړ پر قافلې برید شوی وو چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی وو.

محسن داوړ په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

XS
SM
MD
LG