د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو پېښور کې پولیس سرتېری او وزیرستان کې یې ولسي وګړی وژلی دی


په پېښور کې پولیس او پوځ د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشیفه
په پېښور کې پولیس او پوځ د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په پېښور او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بریدونو کې يو پولیس او يو ولسي وګړی وژل شوی دی.

د پېښور پولیسو مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۵مه د ګل بېلې په کوچیانو کلي کې پر پولیس سرتېري کامران تاج ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د پولیسو په وینا، تاج د ښار په خان رازق پولیس تاڼه کې کار کاوه او هغه وخت په نښه شو چې کله یې خپل ماشومان د سکول ګاډي ته خېژول.

د تاج کورنۍ وايي چې له هېچا سره یې دښمني نه وه او ورباندې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیسو ويلي‌ چې د پېښې پلټنې یې پيل کړې دي.

په همدې حال کې د شمالي وزیرستان په میرلي بازار کې یو ځایي تن په هدفي برید کې وژل شوی دی او وسلوال په تېښته کې بریالي شوې دي.

د میرلي تاڼې او ضلعې انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۴مه د موسکي اوسېدونکی نورزالي دین په میرلي بازار کې وویشت.

پر نوموړي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

بلخوا د سیمې د پولیسو مشر روښانزېب مشال رېډیو ته ویلي چې پولیسو پلټنې پیل کړي خو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

پولیس وايي چې د جنورۍ ۲۴مې د برید مقدمه هم د "نامعلومو وسلوالو" خلاف درج شوې ده.

دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو اوومه پېښه ده. په تېر ۲۰۲۳ز کال کې هلته ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې وروستی خونړی برید د جنورۍ پر ۱۹مه شپې مهال شوی وو. د هغې ضلعې د پولیسو مشر روښانزېب هغه مهال مشال راډيو ته ويلي‌ ول چې په ميرلي کې وسلوالو پینځه کسان وویشتل او د جنورۍ پر ۲۰مه سهار مهال یې مړي د میرلي هرمز سکول مخې ته واچول.

نوموړي ویلي ول چې داسې معلومېږي چې په نښه شوي کسان ډرېوران ول چې پکې یو تن د کرک دی او د پاتې څلورو پېژندګلوي نه وه شوې خو ټول کسان د نورو سیمو دي. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.

د ۲۰۲۳ز کال د اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي حالات خراب شوي او وسلوالو په بېلابېلو‌ ځایونو کې بریدونه کړي دي.

خو د پاکستان پوځ او پولیس وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې پولیسو ته په وینا کې وویل چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي او پرضد به یې مبارزه روانه وي.

XS
SM
MD
LG