د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر وايي د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکوي


د پاکستان د پوځ مشر په چین کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان د پوځ مشر په چین کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې هېواد یې د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې "بېسارې قربانۍ" ورکوي او له خپلو هیلو او ارمانونو سره سم به یې "تر منطقي انجامه رسولو پورې" جګړې ته دوام ورکوي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې جنرال منیر دا څرګندونې د امریکا د سفر پر مهال د هغه هېواد له چارواکو او د رسنیو او څېړنیزو ادارو له مشرانو سره د ملاقاتونو پر مهال کړې دي.

منیر پر داسې مهال د امریکا سفر کړی دی چې په تېر څه باندې یو کال کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده او تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خیبر کې پر امنیتي ځواکونو په بېلابېلو بریدونو کې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.

په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر ویلي دي چې غواړي چې هېواد یې د مرکزي اسیا او له هغې وراخوا د سیمې لپاره د اتصال د نقطې حیثیت ولري خو د کومې ډلې یا بلاک د پلوۍ سیاست نه کوي.

ای اېس پي ار د جنرال منیر له خولې ویلي دي چې پاکستان له امریکا سره په خپله اوږدمهاله ملګرتیا کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخول غواړي.

بیان زیاتوي چې د پوځ مشر امریکا ته خپل سفر او هلته شوي ملاقاتونه مثبت بللی دی.

جنرال منیر په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن او د دفاع له وزیر لایډ اسټن سره خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټ رایډر د ډېسېمبر پر ۱۳مه د دواړو مشرانو تر ملاقات وروسته په بیان کې ویلي ول چې هغوی په سیمه کې پر "وروستیو امنیتي پرمختګونو" خبرې وکړې.

بیان زیاتوي، اسټن او منیر د امریکا او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزه دفاعي همکاریو پر امکان هم بحث وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت په خپل بیان کې له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي ول چې دا د پوځ د مشرۍ دندې له پیلولو راهیسې د جنرال منیر واشنګټن ته لومړی سفر دی چې پر مهال یې نوموړی له امریکايي پوځي او حکومتي مشرانو سره ګوري.

د ډېسېمبر پر ۱۴مه د امریکا فارن پالېسي مجلې په یو راپور کې ليکلي ول چې د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې د امریکا په سفر دی چې د دواړو هېوادونو تر مینځ اړیکې بې ټېکاوه دي.

XS
SM
MD
LG