د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له زندانه خوشې شوی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ۲۰۲۰ز کال کې د خیبر په باړه کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ۲۰۲۰ز کال کې د خیبر په باړه کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتین د پنجاب د اټک له زندانه خوشې شوی دی.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې لومړی د پنجاب د جهلم او بیا د جنورۍ له ۳۰مې راهیسې د اټک په زندان کې بندي وو.

د غورځنګ یو مخکښ ادریس پشتین د فبرورۍ پر اوومه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې تر ډېرو قانوني او عدالتي هڅو وروسته منظور پشتین د چارشنبې (شورو) پر ماښام خوشې شوی دی. "مشر منظور پشتین له دوو میاشتو څخه د زیاتې مودې تر بند وروسته په درې اېم پي او [قضیه] کې له جېله خلاص شو. زموږ مبارزه به دوامداره وي او د پښتنو د حقونو او د وسایلو خبره به [هرومرو] پورته کوو."

پر منظور پښتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د اسلام اباد د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره.

تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه. البته د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت د غورځنګ د بهرني تمویل په قضیه کې د پشتین د ضمانت درخواست منظور کړی وو.

د بلوچستان پوليسو منظور پښتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پښتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی او پر هغه یې تور پورې کړی وو چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پشتین په ګډون د نورو ملګرو د خوشې کولو او په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنیو پرضد احتجاجونه جاري ساتلي وو.

غورځنګ په دې ترڅ کې تر ټولو تازه احتجاج د جنورۍ پر ۲۸مه په لاهور کې کړی وو.

پر هغه ورځ د لاهور پولیسو په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې د غورځنګ اووه غړي نیولي ول. پولیس وايي، په لاهور کې پر ولسي غونډو بندیز وو او د غورځنګ غړي یې له مظاهرې منع کړل، خو پر دې سربېره هغوی احتجاج ته دوام ورکړ نو ځکه یې ونیول.

XS
SM
MD
LG