د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ وايي د منیر اکرم څرګندونې "د پښتنو نه د طالبانو استازیتوب" کوي


ملاله یوسفزۍ برتانیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
ملاله یوسفزۍ برتانیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د سولې نوبېل جایزې ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ویلي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم څرګندونې "د پښتنو نه بلکې د طالبانو استازیتوب" کوي.

دا خبره ملالې یوسفزۍ د فبرورۍ پر پينځمه نېټه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې لپاره په ځانګړې لیکنه کې کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌ لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي، نصیر احمد فایق په همهغه غونډه کې د اکرم له څرګندونو سره اختلاف وکړ او و یې ویل چې پر زده کړو بندیز د "طالباني کلتور" نتيجه ده او دا د "پښتنو کلتور نه دی."

د اکرم څرګندونو د مدني فعالانو او سیاستوالانو پراخ غبرګونونه وپارول چې په ځواب کې یې هغه "بښنه" وغوښته.

اکرم د فبرورۍ پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې څرګندونې یې "ناسمې" وې او دا چې "د پښتنو کلتور ته ډېر درناوی" لري.

ملالې یوسفزۍ په خپله لیکنه کې ویلي، د یو "پښتنې، پاکستانۍ او مسلمانې" په توګه د منیر اکرم له هغو څرګندونو سره "سخت اختلاف" لري چې ښځې په کور کې ساتل د پښتنو کلتور دی.

نوموړې ویلي چې خپله له هغو ډېرو پښتنو نجونو یوه وه چې د نجونو د تعلیم، د ښځو لپاره د برابرۍ او سولې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې واچاوه.

د هغې په خبره، په افغانستان او پاکستان کې پښتنو د یو داسې "ترهګرې ډلې" له لاسه وهل خوړلي، بې کوره شوي او وژل شوي دي چې غړي او پلویان یې "په فکري توګه تېر اېستل شوي" دي.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې نه د دې پلار او نه هم په سوات کې ټولنې هغه له سکوله ګرځولې وه بلکې "پاکستانیو طالبانو هلته د نجونو پر تعلیم، له کوره د ښځو پر وتلو، د سړیو پر ږیرو خرېیلو، موسیقۍ او هنر بندیزونه" لګولي ول.

نوموړې کاږي چې په افغانستان کې هم پښتنو ښځو او سړیو له تاجکو، هزاره وو، ازبکو او د نورو توکمونو له خلکو سره په لسیزو، لسیزو د نجونو د تعلیم او سکولونو لپاره کار کړی دی.

د دې په وینا، هغه خلک اوس هم په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او ښځو د حقونو لپاره په مبارزه خپل ژوند په خطر کې اچوي.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې چې هغو خلکو د نجونو یو داسې نسل روزلی دی چې د زده کړو، لوبو، کار او سفر په اړه به له خپلو حقونو پرشا نه شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو. دوی له هغه وخت راهیسې د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. د دوی وياندانو په بیا بیا ویلي دي چې "د شرعي چوکاټ" په برابرولو سره به په دې اړه بله امر کوي. خو تر اوسه یې نه هغه چوکاټ تشريح کړی او نه یې هم بل امر کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د فبرورۍ پر درېیمه په خپل بیان کې ویلي چې د ده څرګندونې د اسلام د دریځ ښکارندوي نه کوي او زیاتوي چې "ښځې او نجونه له تعلیمه محرومول نه اسلامي" عمل دی او نه "له پښتني فرهنګ" سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG