د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا وايي د طالبانو وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې " امریکا د افغانانو د ملاتړ او د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې " امریکا د افغانانو د ملاتړ او د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې ده."

امريکا وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې " امریکا د افغانانو د ملاتړ او د خپلو ګټو د ساتنې په لټه کې ده."

خبرپاڼې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ د جنورۍ له ۲۹مې د فرورۍ تر څلورمې د پاکستان، جرمني او سويټزرلېنډ په سفر دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سفرونو هدف د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ضروري مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د نړيوالو غبرګون متحدول دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ټام ویسټ به په دې اړه د يادو هېوادونو له چارواکو او خيريه ادارو له استازو سره خبرې وکړي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې په دې اړه څه نه‌دي لیکلي شوي، چې ایا د ټام وېسټ په دې سفر کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې شاملې دي او که نه.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ د ۲۰۲۲ کال د ډېسېمبر په لومړیو کې هم د سیمې هیوادونو ته په رسمي سفر تللی وو.

نوموړي‌ په هغه سفر کې په تاجکستان، پاکستان، هند او متحده‌عربي اماراتو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو، پخوانیو چارواکو، طالب‌ مشرانو د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو له ملاتړو او د دې هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړې وې.

نوموړي هغه وخت ویلي وو چې " د طالبانو کورنی او نړیوال مشروعیت له افغان ښځو سره د هغوی په چلند پورې تړلی دی."

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه واک ته رسېدلو طالبانو لومړی د نجونو تر شپږم ټولګي ټول ښوونځي تړلي وو او بیا یې په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوی.

دوی لومړی د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه پوهنتونونو ته په استولي لیک کې ویلي وو چې تر "امر ثاني به د نجونو ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه بند وي."

دوی تر هغه وروسته د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په غيرسرکاري ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه. د دوی دې پرېکړې هم په نړیواله توګه غصه راپارولې وه.

ګڼو نړيوالو ادارو ويلي چې پر افغان ښځو د کار بندیز له وجې، په افغانستان کې د دوی د مرستو رسولو چارې کمزوري شوې دي چې له امله یې په دغو ادارو کې ځینو یې خپل کارونه ودرولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش هم د جنورۍ پر ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر تعلیم لګولی بندیز ختم کړي.

انتونیو ګوتېریش د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي وو، " وخت رارسېدلی دی چې ټول «پر توپیري چلند ولاړ قوانین او کړنې» پای ته ورسېږي چې د تعلیم مخه نیسي."

انتونیو ګوتېریش زیاته کړې: "پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لېسو او د نجونو پر پوهنتونونو ظالمانه بندیز لغوه کړي."

د طالبانو حکومت یو پلو وايي‌ چې دا د افغانستان کورنۍ مسلې دي او بل پلو د نړیوالو د نیوکو په غبرګون کې وايي‌ چې "د زمینې له برابرولو وروسته به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي."

خو افغان ميرمنو په افغانستان او بهر کې د محدودیتونو پر ضد مظاهرې کړې دي. دوی غوښتنه کړې چې د تعليم او کار حق دې ترې نه اخیستل کيږي.

XS
SM
MD
LG