د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه: طالبان دې بې له ځنډه د نجونو ټول ښوونځي پرانيزي


د اروپايي ټولنې مرستيال او د اروپايي‌ کمېشن د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل - انځور له ارشيفه
د اروپايي ټولنې مرستيال او د اروپايي‌ کمېشن د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل - انځور له ارشيفه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې سمدستي دې ټولو نجونو ته د تعليم اجازه ورکړي.

د اروپايي ټولنې مرستيال او د اروپايي‌ کمېشن د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل د جنورۍ پر ۲۳مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ښونځیو تړل د طالبانو د پخوانیو ژمنو خلاف عمل دی.

د دغې ټولنې پر وېبپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اروپایي ټولنه هیله لري چې د طالبانو حکومت له افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړي.

اروپایي ټولنې نجونه له تعلیمه او ښځې له کاره منع کول، د افغانستان لپاره لوی شاتګ بللی او ټینګار یې کړی چې د یوه پر ځان بسیا او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو زده‌کړې مهمې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان حکومت نیولی. له هغه وخت وروسته یې له پينځم ټولګي‌پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او ښځې یې په غيرسرکاري ادارو کې له کاره منع کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG