د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونو غبرګونونه پارولي دي


منير اکرم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازی دی - انځور له ارشيفه
منير اکرم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازی دی - انځور له ارشيفه

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمې استازي منیر اکرم وروستیو څرګندونو د هغه د افغان سیال، مدني فعالانو او سیاستوالو غبرګونونه پارولي دي.

منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه‌ لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي، نصیر احمد فایق د دې په غبرګون کې ويلي چې پر زده کړو بندیز د "طالباني کلتور" نتيجه ده او دا د "پښتنو کلتور نه دی."

هغه په همهغه غونډه کې وويل چې افغان طالبان هم د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو بنديزونو لپاره، له کلتوره د یوې بهانې په توګه کار اخلي او زياته يې کړه چې دا د افغانانو کلتور نه‌ دی. "زه غواړم ووایم چې د طالبانو کړنې اسلامي ریښې نه‌ لري او د اسلام خلاف دي او له افغاني کلتور سره هېڅ تړاو نه‌ لري."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو. دوی له هغه وخت راهیسې د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. د دوی وياندانو په بیا بیا ویلي دي چې "د شرعي چوکاټ" په برابرولو سره به په دې اړه بله امر کوي. خو تر اوسه یې نه هغه چوکاټ تشريح کړی او نه یې هم بل امر کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې پاکستاني استازي د خبرو په غبرګون کې د تعليم مبارزې لپاره نوبل جایزې ګټونکې، ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين چې خپله هم د نجونو د تعليم لپاره هلې ځلې کوي، سخت غبرګون ښوولی دی.

هغه پر ټوېټر په بیان کې د منير اکرم څرګندونې "سپکاوی" بللی دی.

نوموړي يادونه کړې چې د افغانستان پخواني پاچا غازي امان الله خان له وخته هلته ښوونځي خلاص ول، د طالبانو تر راتګ لږ مخکې څلور مېلیونه افغان نجونه ښوونځي ته تللې او پښتنه ملاله یوسفزۍ د دې ثبوت دی چې په پاکستان او افغانستان کې پښتانه تعليم خوښوي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال هم پر منير اکرم تنقيد کړی دی.

هغه پر ټوېټر ليکلي چې دا بیان د اکرم د "ناپوهۍ ښکارندويي" کوي.

په سري لنکا کې د افغانستان سفير محمد اشرف حيدري هم پر ټوېټر ليکلي چې د منير اکرم خبرې له "شرمه ډکې" دي. هغه زیاته کړې چې نوموړی دې خپلې بيان واپس واخلي.

د سياسي چارو شنونکي افراسياب خټک هم پر ټوېټر ليکلي چې د منير اکرم خبرې د "پښتنو سپکاوی" دی. هغه پوښتنه کړې چې ايا په ملګرو ملتونو کې د "پاکستان استازی، د طالبانو استازی دی؟"

مدني فعال او د ټېکنالوژۍ چارو پوه اسامه خلجي په خپل ټويټ کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري او د بهرنيو چارو د وزير مملکت حنا رباني کر ته ليکلي دي چې ايا "د پښتنو پر وړاندې تعصب" د پاکستان د ریاست "پالیسي ده او که څنګه؟"

د عوامي نیشنل ګوند يوې مشرې سياستوالې، ثمر هارون بلور ويلي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بايد په دې اړه له منير اکرمه پوښتنه وکړي. د هغې په وينا، د اکرم خبرې له "تعصبه ډکې" دي.

څېړونکې ډاکټرې سايرې بانو اورکزۍ پر ټوېټر ليکلي چې "منیر اکرم په بيا بيا پاکستان شرموي."

د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او پر نجونو د تعليم بندیزونو له امله، د فبرورۍ پر دويمه امريکا پر طالبانو د ویزو نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن ويلي چې واشنګټن به له خپلو متحدو هېوادونو سره په همغږۍ کار ته دوام ورکړي چې د ده په خبره، طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی کړنې به د پام وړ تاوان ولري او له نړیوالې ټولنې سره به یې د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.

XS
SM
MD
LG