د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي افغانستان کې "د ترهګرو پټنځایونو" په اړه "سختې اندېښنې" لري


د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر (له کیڼ لوري لومړی) له سرتېرو سره ګوري - پخوانی انځور.
د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر (له کیڼ لوري لومړی) له سرتېرو سره ګوري - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د جولای پر ۱۴مه د کوټې چاوڼۍ ته سفر وکړ چې پر مهال یې ورته امنیتي چارواکو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د ژوب د وروستي "ترهګر" برید په اړه معلومات ورکړل.

په بیان کې راغلي چې جنرال منیر د کوټې په سي اېم اېچ روغتون کې په هغه حمله او نښته کې د ژوبلو سرتېرو پوښتنه وکړه.

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

د جولای پر ۱۴مه د ای اېس پي ار په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د طالبانو له حکومته تمه لري چې د افغانستان خاوره به د "هېڅ هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمالېدو ته پرې نه ږدي" او د ۲۰۲۰ز کال د دوحې موافقې ژمنې پوره کړي.

بیان وايي چې په پاکستان کې "په ترهګرۍ کې د افغان وګړو ککړتیا" بله "مهمه مسله ده چې باید حل شي."

پوځ وايي، د ژوب چاوڼۍ په څېر حملې "د زغملو نه دي" او پر وړاندې به یې "موثر غبرګون" ښيي.

بیان زیاتوي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات د پخوا په څېر دوام لري.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د تازه بیان په اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG