د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن اسراییلو ته تللی دی


د اکتوبر پر ۱۲مه په غزه کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له ودانۍ لوګي خېژي.
د اکتوبر پر ۱۲مه په غزه کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له ودانۍ لوګي خېژي.

په داسې حال کې چې ایرانی ولسمشر ابراهیم رییسي او د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د اسراییلو او حماس پر شخړې ټېلېفوني خبري کړې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن تل ابیب ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د حماس ډلې او اسراییلو په بریدونو او نښتو کې دواړو خواوو ته د وژل شویو شمېر ۲،۴۰۰ ته رسېدلی دی.

د چین په مینځګړتوب د تهران او ریاض د تعلقاتو د بحالۍ تر موافقې وروسته دا لومړی ځل دی چې هغه مشران سره غږېدلي دي.

ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل.

ریاض لا د هغو ټېلېفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی د اکتوبر پر ۱۲مه له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره وویني.

بلېنکن تر هغې یوه ورځ وروسته اسراییلو ته تللی چې امریکايي ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې وویل چې هېواد یې د اسراییلو تر شا ولاړ دی.

هغه د حماس وسلوالو "وحشت" د اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش له بریدونو سره پرتله کړ او و يې ويل، "زموږ زړونه ماتېدلای شي خو زموږ هوډ څرګند دی."

بایډن زیاته کړه چې واشنګټن به دا باوري کوي چې اسراییل د خپل ځان دفاع وکړای شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې په تاوتریخوالي کې لږترلږه ۲۲ امریکایان وژل شوي دي او داسې باور کېږي چې حماس نامعلوم شمېر امریکایان یرغمل کړي هم دي.

اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ.

رسنۍ وايي چې د اکتوبر پر ۱۱مه هم د دواړو خواوو ترمینځ نښتې شوې دي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې اسراییلیو ټانکونو پر غزې تړانګې بمباري وکړه او په همدې حال کې د اسراییلو فضايي دفاعي نظام له غزې څخه ورول شوي یوشمېر توغندي په هوا کې ویشتلي دي.

د اسراییلو فضايي دفاعي نظام د اکتوبر پر ۱۱مه له غزې څخه ورول شوي توغندي په هوا کې وویشتل.
د اسراییلو فضايي دفاعي نظام د اکتوبر پر ۱۱مه له غزې څخه ورول شوي توغندي په هوا کې وویشتل.

د حماس په حمله او د اسراییلو په ځوابي بمباریو کې تر اوسه پورې دواړو لوریو ته ۲،۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اسراييلو پوځ ويلي دي چې هغه لوري ته تر ۱،۲۰۰ زيات کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

بلخوا په غزه کې چارواکو ويلي دي چې د اسراییلو د توغندیو په بمبارۍ کې هم د وژل شويو شمېر ۱،۲۰۰ ته رسيدلی دی.

د اسراییلو په بمباريو کې ګڼې ودانۍ په نښه شوې دي او اسراییلیو ځواکونو غزې ته د خوړو، اوبو او د سون توکو د لېږد لارې تړلې دي.

اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اکتوبر پر ۱۱مه په ټېلېوېژني وینا کې حماس ډله له اسلامي دولت (داعش) ډلې سره پرتله کړه او ژمنه یې وکړه چې "په بشپړ ډول به یې ختمه" کړي.

اخوا یوشمېر هېوادونو له اسراییلو او د جګړې له سیمو څخه خپل وګړي ایستلي دي. هنګري د اکتوبر پر نهمه وویل چې له ناارامه سیمو څخه یې ۲۳۵ کسان ایستلي دي چې پکې د اسراییلو، سویډن، اسټریا (اتریش)، جرمني او برتانیې وګړي شامل دي. تر دې مخکې رومانيا ويلي ول چې په دوو الوتکو کې یې خپل ۲۴۵ وګړي هېواد ته لېږدولي دي.

ملګرو ملتونو او عرب هېوادونو د شخړې د سفارتي یا ډېپلوماټیک حل پر هڅو ټينګار کړی دی. خو د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتنياهو ويلي چې د حماس د "بېساري" برید "سخت ځواب" ورکولو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG