د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې یوسفزۍ پر اسراییلو حماس د سمدستي اوربند کولو غږ کړی دی


ملاله یوسفزۍ وايي جګړه ماشومان نه بښي نو ځکه اوربند اړین دی - پخوانی انځور.
ملاله یوسفزۍ وايي جګړه ماشومان نه بښي نو ځکه اوربند اړین دی - پخوانی انځور.

د سولې نوبېل انعام ګټونکې او د تعلیمي چارو مبارزې ملالې یوسفزۍ د اسراییلو او حماس ترمینځ د "سمدستي اوربند" غوښتنه کړې ده.

نوموړې د اکتوبر پر ۱۰مه پر خپلو رسمي اېکس او انسټاګرام پاڼو په بیان کې ویلي دي چې د غزې تړانګې او اسراییلو د هغو ماشومانو فکر ورسره دی چې په جګړه کې بند پاتې دي.

یوسفزۍ ویلي دي چې جګړه "هېڅکله ماشومان نه بښي"، که هغه په اسراییلو کې "له کورونو تښتول" شوي او که په غزه کې له هوايي بریدونو څخه "پټ شوي" او یا له "خوړو او اوبو څخه بې برخې" پاتې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو ځواکونو پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی او وايي د حماس مرکزونه په نښه کوي.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو ناڅاپي برید وکړ او بیا یې وسلوال اسراییلو ته واوښتل چې تر هغې وروسته د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې هېواد یې د "جنګ په حالت" کې دی.

په همدې حال کې اسراییلو رسنیو د حماس وسلوالو او د اسراییلو امنیتي ځواکونو ترمینځ د ډزو راپورونه هم ورکړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG