د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان اسلام اباد کې عدالت ته له حاضرۍ وروسته لاهور ته ستون شو


قاضي د عمران حاضري د عدالت نه بهر ومنله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

قاضي د مارچ پر ۱۸مه د عمران حاضري له عدالته بهر ومنله

د اسلام اباد یو عدالت د مارچ پر ۱۸مه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته، په توشه خانه قضیه کې، له عدالته دباندې له حاضرۍ ورکولو وروسته، واپس کور ته د تلو اجازه ورکړه.

پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر په همدغه ورځ سهار په لاهور کې د خپل استوګنځي زمان پارک نه د یوې قافلې په بڼه پلازمینې اسلام اباد ته په داسې حال کې روان شوی وو چې په لاره د پولیسو او د تحریک انصاف د پلویانو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي وو. اسلام اباد ته په رسېدو هم دا لړۍ روانه وه.

د عمران خان د توشه خانې قضیې اورېدنه د اسلام اباد په جوډيشل ودانۍ کې وه. عمران خان محکمې ته داخل نه شو او د عدالت د ودانۍ نه دباندې یې خپله حاضري ضلعي جج ظفر اقبال ته ورکړه. قاضي د عمران خان حاضري ومنله، د هغه لاس لیک یې واخیست او بیا یې نوموړي ته د ستنېدو اجازه ورکړه. د عمران خان سره د هغه سلګونه پلویان هم د قافلې په شکل کې د عدالت د ودانۍ مخې ته موجود وو. عدالت عمران خان د توشه خانې په قضیه کې په رسمي ډول د تورنولو لپاره ورغوښتی وو.

قاضي له جوډيشل کمپلېکسه دباندې د اسلام اباد د پوليسو او د پي ټي ايي د کارکنانو ترمينځ نښتو ته په اشارې سره وويل چې په داسې شرایطو کې د مقدمې اورېدنه شونې نه ده. نوموړي هلته راټولو شویو خلکو ته امر وکړ چې د عمران خان لخوا د حاضرۍ لګولو نه وروسته دې هغوی هم خواره واره شي.

ډسټرکټ او سیشن جج ظفر اقبال وویل، د تحریک انصاف د مشر عمران خان د حاضرۍ د لاسلیک تر لاسه کېدو وروسته به د اورېدنې نوې نېټه وټاکل شي. وروسته قاضي د یادې قضیې اورېدنه د مارچ تر ۳۰مې نېټې وځنډوله.

د رسنیو د راپورونو له مخې د پخواني وزيراعظم سره ورغلو پلویانو هڅه کوله چې د عدالت احاطې ته ننووځي خو د امنيتي انتظاماتو له وجې هغوی ته د ورتلو اجازه ورنکړل شوه۔

تر دې وړاندې تحريک انصاف ګوند په خپله رسمي ټويټر پاڼه د اسلام اباد پر پوليسو تور پورې کړی وو چې د عمران خان په ګاډي او قافلې يې شيلنګ کړی چې مقصد يې د نوموړي عدالت ته حاضرېدو مخه نيول دي.


بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې عمران خان له تېرو څو ورځو راهيسي "جنګيالۍ" لارې خپلې کړي چې ولس د ډال په توګه کاروي او پر پوليسو بريدونه کوي.

پرون (د مارچ پر ۱۷مه) د عمران خان وکيلانو په عدالت کې د هغه د ګرفتارۍ د امر پر ضد درخواست جمع کړی وو چې عدالت منظور کړ او هغه ته یې د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته د حاضرېدو موقع ورکړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په بيا بيا دعوه کړې ده چې عدالت ته د نه حاضرېدو لامل یې ژوند ته ګواښ دی.

عمران خان د مارچ پر ۱۸مه پر خپل ټوېټر لیکلي وو، هغه په ټولو مقدمو کې له عدالته ضمانتونه ترلاسه کړي خو د پي ډي اېم حکومت د هغه ګرفتارول غواړي. نوموړي لیکلي، د "هغوی" د ټولو "بدنیتیو" باوجود عدالت ته روان دی.

بل پلو د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب پر پخواني وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې کړې دي چې عدالتونه یې په وار وار غواړي خو هغه نه حاضرېږي. نوموړې د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پر عمران خان په توشه خانه مقدمه کې د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۸مې نېټې نه فرد جرم لګول شوی خو هغه د ۲۰۲۳ز کال د مارچ په ۱۸مه عدالت ته حاضري ورکوي.

نوموړې پر ټویټر هم لیکلي چې د عمران خان د پلویانو لخوا د پولیسو سره نخښتې د عدالت له حکمه سرغړونه ده.

د مارچ پر ۱۸مه په لاهور کې زمان پارک سیمه کې پولیس د عمران خان کور ته ننوتلي وو. راپورونه وايي، پولیسو د تحریک انصاف ګوند پلویانو د نیولو لړۍ هم پیل کړې ده. په کور دننه د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د مارچ پر ۱۸مه د لاهور پولیسو په لاسپیکرونو اعلانونه کول چې په یاده سیمه کې د ۱۴۴مې دفعې له مخې د ګڼو کسانو په راټولېدو بندیز لګول شوی دی.

د مارچ پر ۱۴مه د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې تر هغې وروسته مظاهرې پیل شوې چې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري د عمران خان ګرفتارۍ لپاره په لاهور کې د هغه د کور مخې ته ورغونډ شول. هغه مهال د پولیسو او تحریک انصاف پلویانو ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۶۰ کسان ژوبل شول.

بلخوا لاهور های کورټ پرون (د مارچ پر ۱۷مه) په نهو مقدمو کې د عمران خان حفاظتي ضمانت منطور کړ. په دې مقدمو کې په عمران خان د ترهه ګرۍ په ګډون يوشمېر تورونه دي. عمران خان په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG