د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پولیس وايي تر اوسه یې د تحریک انصاف ۳۱۶ پلویان نیولي دي


اسلام اباد کې یو سرتېری د مارچ پر ۱۸مه د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس کاروي، ورسره د پولیسو ګاډی ولاړ دی چې اور په بل دی.
اسلام اباد کې یو سرتېری د مارچ پر ۱۸مه د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس کاروي، ورسره د پولیسو ګاډی ولاړ دی چې اور په بل دی.

د اسلام اباد پولیسو ویلي دي چې تر اوسه یې د ګډوډیو او پر سرتېرو د حملو په تړاو د تحریک انصاف ګوند ۳۱۶ غړي او پلویان نیولي دي.

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۲۲مه پر رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي دي د نورو کسانو د نیولو لپاره "چاپې روانې" دي او د څارګرو کیمرو د ثبت کړیو ویډیوګانو په مرسته هم په ګډوډیو کې د ککړو کسانو د نیولو هڅې کوي.

پولیسو دا ګرفتارۍ د مارچ پر ۱۸مه د پلازمېنې د کچهریو د ودانۍ په شاوخوا کې د تحریک انصاف مشر عمران خان عدالت ته د وړاندې کېدو په مناسبت د مظاهرو پر مهال پیل کړې وې. پر هم هغه ورځ پولیسو د خان په ګډون د ګوند د یوشمېر مشرانو، غړو او پلویانو پرضد مقدمې هم دایرې کړې وې.

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۱۹مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې هغه مقدمې چې پکې د "ترهګرۍ" دفعې یا مادې هم شاملې دي تر هغې وروسته دایرې شوې دي چې د مارچ پر ۱۸مه د توشه خانې په قضیه کې عدالت ته د حاضرېدو پر وخت د خان د ګوند غړو او پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب او تاوتریخوالي پېښې وشوې.

پولیسو د مظاهرچیانو د پارولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

پولیس وايي د تحریک انصاف پلویانو د مارچ پر۱۸مه یوشمېر موټرسایکلونه سوځولي.
پولیس وايي د تحریک انصاف پلویانو د مارچ پر۱۸مه یوشمېر موټرسایکلونه سوځولي.

د اسلام اباد پولیسو په تازه بیان کې تور پورې کړی دی چې د مارچ ۱۸مې د تاوتریخوالي، نښتو او ګډوډیو پر مهال د تحریک انصاف پلویانو ۵۸ سرتېري ژوبل کړي، د پولیسو او ځواکونو ۱۲ ګاډي او ۲۰ موټرسایکلونه یې سوځولي او یوې څوکۍ یا پوستې ته یې اور اچولی دی.

تر دې مخکې پولیسو ویلي ول چې په اخ و ډب او تاوتریخوالي کې ۵۲ سرتېري ژوبل شوي ول او ۱۲ ګاډي سوځېدلي ول. خو پولیسو هغه مهال زیاته کړې وه چې د زیانونو د اصلي کچ معلومولو لپاره پلټنې کوي.

د تحریک انصاف یوه مخکښ مشر فواد چودري د مارچ پر ۲۲مه پر ټوېټر په ځواب کې لیکلي دي چې ګوند یې پر "بېګناه ولس" د "تشدد" کولو په تړاو د اسلام اباد انتظامیې پرضد مقدمه دایروي.

چودري په بیان کې زیاته کړې چې اسلام اباد های کورټ دې اقدام وکړي او د کورنیو چارو وزیر، د اسلام اباد د پولیسو مشر او نور ذمه وار کسان ونیسي.

تر اسلام اباد مخکې د پنجاب په مرکز لاهور کې هم پولیسو د مارچ پر ۱۸مه په زمان پارک کې د عمران خان د کور تالاشۍ پر مهال د ګډوډۍ او له سرتېرو سره د نښتو په تور د پاکستان تحریک انصاف تر ۱۰۰ زیات غړي او پلویان نیولي ول.

پر هغو کسانو د سرکار په کار کې د مداخلت، ناقانونه وسلو لرلو، له پولیسو سره د نښتو او په ټولنه کې د ګډوډۍ خپرولو تر څنګ د ترهګرۍ تورونه هم پورې شوي ول.

تحریک انصاف ګوند هغه مهال هم د پولیسو اقدامات د شخصي ازادیو ضد بللي ول او پرضد یې عدالت ته د درخواست ورکولو اعلان کړی وو.

عمران خان د مارچ پر ۱۸مه د اسلام اباد ضلعي عدالت ته ورغی خو قاضي یې حاضري له ودانۍ بهر ومنله او د هغه د ګرفتارۍ امر یې منسوخ کړ. عدالت په رسمي ډول د خان د تورنولو لپاره د مارچ ۳۰مه نېټه ټاکلې ده.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۳مه هم د عمران خان پرضد د توشه خانې د قضيې اورېدنه کړې وه چې نوموړی ورته د اسلام اباد های کورټ پر حکم سربېره حاضر نه شو. تر دې مخکې هم عدالت نوموړی درې ځلې په همدې قضیه کې ورغوښتی وو خو دی اورېدنو ته ورنغی.

خان د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته تر حاضرېدو مخکې په بیا بیا ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی نو ځکه نه غواړي چې زندان ته ولاړ شي او عدالت ته هم د ویډیو له لارې حاضرېدو ته تیار دی. دی داراز، د توشه خانې قضیه سیاسي بولي او وايي هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

د توشه خانې قضیه

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG