د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ډالر په دوو ورځو کې ۱۴ پاکستانۍ روپۍ ګران شوی دی


پاکستان کې د مې پر ۱۱مه د بانک کې دننه د یو امریکايي ډالر ارزښت ۲۹۹ روپیو ته لوړ شو ــ انځور له ارشيفه
پاکستان کې د مې پر ۱۱مه د بانک کې دننه د یو امریکايي ډالر ارزښت ۲۹۹ روپیو ته لوړ شو ــ انځور له ارشيفه

په پاکستان کې په تېرو دوو ورځو کې يو امريکايي ډالر ۱۴ پاکستانۍ روپۍ نور ګران شوی دی.

د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې نن (د مې پر ۱۱) د هغه هېواد د بانک دننه نرخ په حواله ليکلي چې د یو امریکايي ډالر ارزښت ۲۹۹ روپیو ته لوړ شوی دی.

ورځپاڼې د شنونکو په حواله زياته کړې چې د مې پر نهمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان تر نيولو وروسته د رامينځته شوي تاوتريخوالي او د مې پر ۱۷مه د پيسو د نړيوال صندوق ( ای اېم اېف) د اجرايوي بورډ د غونډو په اېجنډا کې د پاکستان معاملې نه شاملولو له وجې د روپۍ ارزښت ټيټ شوی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

اسلام اباد وايي، د پورونو پروګرام بحالۍ لپاره یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له چارواکو سره خبرې په وروستي پړاو کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG