د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې ۴ سرتېرې وژل شوي دي


په بلوچستان کې د پاکستانیو ځواکونو یو ګاډی د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په بلوچستان کې د پاکستانیو ځواکونو یو ګاډی د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ ويلي چې د ايران له خاورې څخه د بلوچستان په پنجګور سيمه د مشکوکو وسلوالو په بريد کې يې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په بیان کې ويلي چې مشکوکو وسلوالو د جنورۍ پر ۱۸مه د ايران د خاورې په کارولو د پاکستان امنیتي ځواکونو پر قافله بريد وکړ.

په بیان کې پر ایران غږ شوی چې پر خپله خاوره دې د وسلوالو لټون وکړي.

تهران لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې له پاکستانه هم غوښتي دي چې له خپلې خاورې څخه دې هلته د وسلوالو د اوښتو مخه ونیسي.

د پاکستان او ايران ترمینځ د پولې دواړو غاړو ته د وسلوالو د فعالیتونو له کبله وخت پر وخت تاوتریخوالی او بریدونه کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د پاکستانیو ځواکونو پر قافله برید چا کړی دی او کومې ډلې یې ذمه واري هم نه ده منلې خو د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې فعاله دي.

ايران د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر مياشت کې تر خپل واک لاندې د سیستان-بلوچستان ولایت په پلازمېنه زاهدان کې د امنیتي ځواکونو او مظاهرچيانو ترمینځ تر نښتو وروسته تر دوو ورځو پورې له پاکستان سره پوله تړلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني پوځ مشر ويلي چې په بلوچستان کې د پوځ ځای پر ځای کولو او هلته عملیاتو کولو ته توجه ورکوي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار ) د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه په بیان کې د جنرال سيد عاصم منير له خولې ليکلي چې د دې ګام هدف د خلکو د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره چاپېریال سمول دی.

بیان زیاتوي چې امنیتي چارواکو جنرال منیر ته د بلوچستان د خضدار او نورو سيمو د سفر پر مهال د سيمې د اوسني امنيت په اړه معلومات ورکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG