د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د یو پخواني چیف جسټس په ګډون پنځه کسان وژل شوي


محمد نور  مُسکانزی په ۲۰۱۴ کال کې د بلوچستان های کورټ چیف جسټس ټاکل شوی وو. 
محمد نور  مُسکانزی په ۲۰۱۴ کال کې د بلوچستان های کورټ چیف جسټس ټاکل شوی وو. 

په بلوچستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې د های کورټ د یو پخواني مشر قاضي (چيف جسټس) په ګډون پينځه کسان وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.

پرون (د اکتوبر پر ۱۴ مه) د بلوچستان های کورټ پخوانی چیف جسټس محمد نور مُسکانزی په خپله سيمه خاران کې وسله والو په ډزو وژلی دی. پېښه هغه وخت وشوه چې کله نوموړی خپل کور ته څېرمه په يو جومات کې د ماخستن پر لمونځ ولاړ وو. په دې حمله کې يو تن ژوبل شوی هم دی.

د خاران روغتون مشر ډاکټرمحبوب علي مشال رېډيو ته وويل، محمد نور مسکانزی چې سخت ژوبل شوی وو، په هسپتال کې يې سا ورکړه.

د ياد بريد زمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبريشن ارمي) منلې.

د دې پېښې پرضد د بلوچستان وکیلانو اتحاديې نن (د اکتوبر پر ۱۵) په ټوله صوبه کې له عدالتونو بایکاټ اعلان کړی دی.

له پېښې وروسته پولیسو او امنیتي سرتېرو په خاران کې پلټنې او تالاشۍ هم کړې دي، دوی له خارانه په وتلو ټولو لارو باندې د مشکوکو کسانو تالاشي هم کړېده. خو تر دې ګړۍ یې د کوم چا د ګرفتارولو په اړه څه نه دي ویلي.

د کوټې د وکیلانو د اتحادیې مشر اجمل خان ایډوکیټ په یو بیان کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د وژل شوي مشر قاضي په وژنه کې تورن کسان دې زر تر زره ونیسي او قانوني چلن دې ورسره وکړي.

محمد نور مُسکانزی په ۲۰۱۴ کال کې د بلوچستان های کورټ چیف جسټس ټاکل شوی وو.

بل پلو هم پرون (د اکتوبر پر ۱۴ مه) د بلوچستان په مستونګ کې د سړک پر غاړې بم چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د مستونګ مرستيال کمېشنرې مېرمن فریدې ترین مشال رېډيو ته وويل، پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سیمې د یو قبايلي مشر شاهنواز بنګلزي په ګاډي کې د ده د يو خپلوان عمران بنګلزي مړی راوړل کېدو. شاهنواز دغه وخت په خپل ګاډي کې نه وو.

ياده دې وي چې عمران بنګلزی په اسپلنجي سیمه کې د اکتوبر پر ۱۳مه ناڅرګنده کسانو په ډزو وژلی وو.

د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنخو په خپل يو بيان کې ويلي دي چې يادې ټولې د ترهګرۍ پېښې دي او دوی يې په اړه له ضلعي چارواکو رپورټ غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG