د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د وژل شوي انتخاباتي نوماند ریحان زېب جنازه شوې ده


خپلواک امېدوار ریحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه په باجوړ کې په برید کې ووژل شو - پخوانی انځور.
خپلواک امېدوار ریحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه په باجوړ کې په برید کې ووژل شو - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا له باجوړه د قامي او صوبايي اسمبلیو ته د نوماند ریحان زېب جنازه شوې او مړی یې خاورو ته سپارل شوی دی.

د نوموړي د جنازې لمونځ د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په سالارزیو کې وشوه چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول.

ریحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه په یو وسلوال برید کې ووژل شو چې تر هغې وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن په باجوړ کې د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۲مه حلقه د انتخاباتو ځنډولو اعلان وکړ.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې ریحان زېب له خپلو درو نورو ملګرو سره روان وو چې "نامعلومه وسلوالو" یې د هغې ضلعې په صدیق اباد پاټک کې پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې یې څلور واړه ژوبل شول خو رېحان زېب وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

ريحان زېب د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ د اتمې او د صوبايي اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې څوکیو ته نوماند وو.

هغه د تحریک انصاف غړی وو خو دا ځل ورته ګوند ټېکېټ نه وو ورکړی نو ځکه د خپلواک نوماند په حیث کې کیمپېن کاوه.

اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ریحان زېب د برید ذمه واري منلې ده. هغې ډلې تر دې مخکې هم په باجوړ کې پر سیاستوالانو او ولسي مشرانو د حملو مسوولیت منلی دی.

د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري هم اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

د صوبايي اسمبلۍ پر ۲۲مه حلقه د انتخاباتو بل نوماند او جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال عمران ماهر د فبرورۍ په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، په باجوړ کې هدفي بریدونه زیات شوي دي چې پکې د ده په وینا، تر ټولو زیات جمعیت غړي او سیاستوالان په نخښه شوي دي.

ده د انتخاباتو ځنډېدو او ریحان زېب د وژنې په اړه زیاته کړه: "که د هر ګوند کارکن یا مشر په نخښه کېږي نو هغه د ټول باجوړ او ټولو پښتنو یو غم دی. د ریحان زېب په وژل کېدو موږ سخت خپه یو. د الېکشن د ځنډولو په اړه باید ووایم چې حالات دې برابر شي، امن و امان دې صحیح شي نو بیا دې انتخابات کېږي. الېکشن دومره ضروري نه دی، بلکې د انسانانو ژوند ضروري دی."

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي. د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د ۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د ۵۱ عامو څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ د اتمې حلقې څوکۍ لپاره د پاکستان پیپلز ګوند نوماند اخوندزاده چټان د جنورۍ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د امنیت وضعیت ښه نه دی او چې کومه ورځ بې له کومې حادثې او بریده تېره شي، خلک پرې شکرونه وباسي. "په باجوړ کې حالات تر دې حده رسېدلي دي چې تر یوې پېښې پس تر بلې پېښې پورې چې په منځ کې څو ورځې په ارامه تېرې شي نو خلک وايي، بس هم دومره امن دلته موجود دی. موږ که ډېر شاته لاړ نه شو او یوازې پر جنورۍ میاشت نظر واچوو نو دلته په درو کاندیدانو باندې حملې شوې دي. دوه حملې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۹مې او یو د ۲۲مه حلقې په امېدوارانو شوې ده."

چټان وايي، دمګړۍ د قامي اسمبلۍ پر اتمه حلقه انتخابات ځنډول شوي نه دي خو په دې اړه دا معلومات لري چې انتخاباتي کمېشن به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه پرېکړه کوي.

په همدې حال کې د انتخاباتي کمېشن ویاند د جنورۍ پر ۳۱مه وویل چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ تر تازه پېښو وروسته د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه غونډه کوي.

غونډې ته د پاکستان د کورنيو چارو د نګران وزير او وفاقي سېکرټر تر څنګ د خيبر پښتونخوا او بلوچستان چیف سېکرټران، چې د صوبو تر ټولو لوړپوړي بیوروکراټان وي، هم وربلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۳۱مه د بلوچستان په قلعه عبدالله کې هم په برید کې د عوامي نیشنل ګوند يو غړی ووژل شو او بل ژوبل شو.

له دې پرته، په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته د پيپلز ګوند د نوماند علي مدد جتک پر انتخاباتي دفتر د لاسي بم په بريد کې درې کسان ژوبل شول، او په کېچ او خضدار ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د هم هغه ګوند د دوو نوماندانو پر کورونو هم د لاسي بمونو حملې شوې دي چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۳۰مه د بلوچستان په سېوۍ کې د تحریک انصاف د انتخاباتي لاریون پر مهال په بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي ول. رویټرز خبري اژانس وايي چې اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ټېلېګرام په بیان کې د برید ذمه واري منلې ده. هغه ډله له یوې مودې راهیسې په بلوچستان کې فعاله ده. داعش د تېر کال په سېپټېمبر کې په مستونګ کې د عید میلادالنبي پر لاریون د هغه برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې ۵۹ تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG