د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د انتخاباتو پوښښ لپاره یې بهرنیو خبریالانو ته بلنه ورکړې


په پاکستان کې عام انتخابات په اتمه فبرورۍ ترسره کیږي.
په پاکستان کې عام انتخابات په اتمه فبرورۍ ترسره کیږي.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي ویلي د راروانو عامو انتخاباتو د څارنې لپاره به نړیوالو څیړونکیو او خبریالانو ته بلنه ورکوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر وخت وویل چې راروان عام انتخابات به په خپل وخت یعني په اتمه فبرورۍ ترسره کیږي او په دغه اړه باید ناسم خبرونه خپاره نه کړل شي او زیاته یې کړه چې انتخاباتي کمېشن په پوره توګه فعاله دی او خلک دې په ګنګوسو پسې نه ځي.

سولنګي وړاندې وویل، ځینې خلک داسې خبرونه نشروي چې ګینې د راروانو ټاکنو د څارنې او پوښښ لپاره نړیوالو خبریالانو ته وېزې نه ورکول کیږي خو هغه وویل، دا خبره سمه نه ده. د هغه په وینا، حکومت یې تر اوسه ۴۹ بهرنیو خبریالانو او څارونکیو ته وېزې ورکړې دي او د ځینو نورو پر هغو کار روان دی.

د سولنګي په وینا د انتخاباتو د کوریج لپاره وار له مخې د ګڼو بهرنیو خبري ادارو استازي په پاکستان کې دي. هغه وویل، لسګونو نورو خبري ادارو او خبریالانو هم د پاکستان د انتخاباتو د خبري پوښښ لپاره درخواستونه کړي دي چې پکې د ګاونډي هیواد هندوستان درخواستونه هم شامل دي. سولنګي وايي، هغه درخواستونه تر څېړنې لاندې دي او ګڼو نورو خبریالانو ته به هم د پاکستان د انتخاباتو د پوښښ اجازه ورکړل شي.

مرتضا سولنګی وايي، له هند نه ۲۴، له برتانیې ۲۵، له روسیې ۸، له جاپانه ۱۳ او له کینېډا ۵ درخواستونه هغوی ته رسېدلي دي.

هغه وړاندې وویل، دم ګړۍ ته د پاکستان د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد ښارونو اجازت نامې نړیوالو ادارو او خبریالانو ته ورکول کېږي او که څوک له دې پرته د پاکستان کوم بل ښار ته هم تلل غواړي نو د هغې قضیې به جلا څېړنه کېږي.

ایا پاکستان کې به پر ټاکلي وخت انتخابات وشي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:34 0:00

مرتضا سولنګي زیاته کړه، که څه هم د بهرنیو خبریالانو او څارونکو د اجازتنامو د درخواستونو لپاره ټاکل شوې نېټه د جنورۍ ۲۰مه تېره شوې خو هغوی لا هم دا پروسه نه ده تړلې او د ۱۴هیوادونو نه هغوی ته درخواستونه رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اتمه نېټه په پاکستان کې عام انتخابات وشي خو د دې ترڅنګ هلته د انتخاباتو پر ټاکلي وخت د نه کېدو ګنګوسې هم دي. د پاکستان یو پخواني سېنېټر، سیاستوال او د بشري حقونو فعال او شنونکي افراسیاب خټک د جنورۍ په ۱۰مه نېټه مشال راډیو ته ویلي ول، د پاکستان پوځ نه غواړي چې انتخابات پر ټاکلي وخت وشي خو بل پلو پوځ ویلي، د جمهوري عمل ملاتړ کوي او انتخاباتو ته به لاره هواروي.

په پاکستان کې د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه بحثونه هغه مهال تاوده شول چې سېنېټ د جنورۍ پر پینځمه قرارداد منظور کړ چې د ملک په ځینو برخو کې د سختې یخنۍ او ناامنیو له کبله دې انتخابات وځنډول شي.

خو نګران حکومت او وايي چې په ملک کې به له اعلان سره سم د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات به د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د۵۱ څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

XS
SM
MD
LG