د لاسرسي ځای

تازه خبر

اختر مېنګل: برېښي ټاکنې به شفافه نه وي


د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل ـ پخوانی انځور.
د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر جان مېنګل اندېښنه ښوولې چې ورته څرګنده برېښي چې د فبرورۍ پر اتمه کېدونکې ټاکنې به ښايي شفافه نه وي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۸مه په کوټه کې یوې ولسي غونډې ته وويل چې نګران حکومت او پوځي ایسټبلیشمينټ ته خبرداری ورکوي چې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې سیاستوالان کاميابول به په ناارامه بلوچستان کې د لږډېر پاتې جمهوريت مرګ او د بلوڅانو د نور ناراضه کولو سبب شي.

د ټاکنو کمېشن او نګران حکومت په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښوولی خو په تېرو وختونو کې یې ژمنه کړې وه چې راتلونکې انتخابات به شفافه وي او هېڅ ګوند یا سیاستوال سره به زیاتی نه کېږي.

خو مېنګل د خپلې وينا په وخت تور پوې کړ چې د ګوند د کاندیدانو د جلسو مخنیوی یې کېږي او هڅه روانه ده چې هغه سیاستوالان پارلېمان ته له رسېدو روګرځول شي چې پر امنيتي ځواکونو نيوکې کوي.

XS
SM
MD
LG