د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په سیوۍ کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د بلوچستان په سېوۍ کې د تحریک انصاف د انتخاباتي لاریون پر مهال په بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د سېوۍ د پولیسو د مشر مرستیال عنایت بنګلزي پرون مشال راډیو ته وویل چې چاودنه پر جناح سړک له ډاکخانې سره نېږدې د هغه ګوند د غړو او پلویانو تر تېرېدو لږ ساعت وروسته وشوه. د سېوۍ یو روغتیايي چارواکي ډاکتر عمران بلوڅ اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې د ژوبلو روغتیايي وضعیت ښه دی:

"مازیګر شاوخوا پینځه بجې پر جناح سړک چاودنه وشوه. تر اوسه روغتون ته څلور مړي او شپږ ټپیان راوړل شوي دي. ژوبل کسان مو تر لومړنۍ درملنې وروسته په روغتون کې بستر کړي دي، وضعیت یې سم دی."

نوموړی وايي، که څه هم د چاودنې اصلي علت به د بم خنثی کولو د ادارې د راپور له مخې ته راتلو وروسته معلوم شي خو د لومړنیو پلټنو پر اساس هغوی ویلی شي چې چاودنه د سړک په غاړه په ولاړ موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو بارودي موادو د چاودیدو له کبله شوې ده.

پولیس وايي پلټنې یې پیل کړې دي خو تر دې مهاله یې د پېښې تر شا د لاس درلودلو په تور څوک نه دي نیولي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د جنورۍ په ۳۱مه په یو بیان کې ویلي، په سیوۍ کې د تحریک انصاف په انتخاباتي لاریون برید غیر انساني کار دی او هغوی یې په سختو ټکو کې غندنه کوي.

نوموړی وايي، د بلوچستان صوبې د بدامنۍ د وروستیو پېښو باوجود به هم په صوبه کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات په ټاکلي وخت د امن په فضا کې ترسره شي او امنیتي ادارې او پولیس د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره لاس په کار دي.

د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په اتمه نېټه به په بلوچستان صوبه کې د قامي اسمبلۍ د ۱۶ او د صوبايي اسمبلۍ د ۵۱ سیټونو لپاره خلک خپلې رایې کاروي.

رویټرز خبري اژانس بېګا ناوخته وویل چې اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ټېلېګرام په بیان کې د برید ذمه واري منلې ده. هغه ډله له یوې مودې راهیسې په بلوچستان کې فعاله ده. داعش د تېر کال په سېپټېمبر کې په مستونګ کې د عید میلادالنبي پر لاریون د هغه برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې ۵۹ تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې له اوږدې مودې د بلوڅ وسله والو ‌ډلو او پاکستانیو عسکرو ترمنځ د تاوتریخوالې پېښې روانې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG