د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې په لومړي ځل د قامي او صوبایي اسمبلیو انتخابات پر یوه ورځ کېږي


په کورمه کې یو کس خپله رایه کاروي - پخوانی انځور.
په کورمه کې یو کس خپله رایه کاروي - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې دا ځل د خيبر پښتونخوا په قبایلي او ښارو ضلعو کې په لومړي ځل پر یوه نېټه د صوبايي او قامي اسمبلۍ انتخابات وشي.

قبایلي ضلعې د ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې او په لومړي ځل هغو ضلعو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې څوکۍ تر لاسه کړې چې استازي یې د هغه کال د عامو انتخاباتو پر ځای په ۲۰۱۹ز کال کې منتخب شول. البته د قبایلي سیمو د قامي اسمبلۍ پر څوکیو انتخابات د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د پاکستان له نورو برخو سره پر یوه ورځ شوي ول.

د جنورۍ پر ۱۶مه د خیبر پښتونخوا د لنډمهالي اعلا وزیر سید ارشد حسین شاه له دفتره په بیان کې راغلي دي چې د سه شنبې (نهې) پر ورځ د نوموړي په مشرۍ کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه غونډه وشوه چې پکې د انتخاباتو د تیاري جاج واخیستل شو.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې وویل شول چې په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ د ۴۵ او صوبايي اسمبلۍ ۱۱۵ څوکیو د ډکولو لپاره ۱۵،۷۳۷ د رایې اچولو مرکزونه جوړ شوي دي چې پکې ۴،۸۱۲ له امنیتي پلوه سخت حساس، ۶،۵۸۱ حساس او ۴،۳۴۴ عادي بلل شوي دي.

سرکاري ارقام ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر څه باندې ۲۱،۶ مېلیونه دی چې ورڅخه یې ۵۵ سلنه سړي او ۴۵ فیصده ښځینه ووټ اچوونکې دي.

بیان وايي چې په غونډه کې وویل شول چې د پخوانیو قبایلي سیمو او جنوبي ضلعو په هر یو سخت حساس بلل شوي مرکز کې به ۱۱، ۱۱ او د نورو ضلعو د رایې اچونې په هر مرکز کې به اووه، اووه سرتېري ځای پر ځای کوي.

بیان وايي، د وزیراعلا په مشرۍ د چارواکو په غونډه کې وویل شول چې صوبايي حکومت ته د انتخاباتو لپاره ۱۱۵،۴۳۰ سرتېري په کار دي خو یوازې ۸۹،۰۰۰ سرتېري لري، نو ځکه یې له نورو ادارو څخه د سرتېرو ورکولو غوښتنه کړې ده.

په غونډه کې ویل شوي چې حکومت د فبرورۍ اتمې انتخاباتو د امنیت او روڼوالي باوري کولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG