د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د لطیف اپرېدي په وژنه تورن کس د پلټنو لپاره زندان ته استولی دی


د جنورۍ پر ۱۷مه د لطیف اپرېدي جنازې ته ګڼ شخصیتونه ورغلي ول.
د جنورۍ پر ۱۷مه د لطیف اپرېدي جنازې ته ګڼ شخصیتونه ورغلي ول.

په پېښور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د قانونپوه، سیاستوال او د بشري حقونو د فعال عبداللطیف اپرېدي په وژنه تورن کس د پوښتنو او پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته استولی دی.

عدالت د جنورۍ پر ۲۱مه دا پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې عدنان سمیع الله د اپرېدي د وژنې له توره انکار وکړ.

تر اورېدنې وروسته عدالت نوموړی مجسټرېټ ته واستاوه چې هغه بیا د پلټنو لپاره زندان ته ولېږداوه.

پر عدنان سمیع الله تور دی چې د جنورۍ پر ۱۶مه یې د پېښور په های کورټ کې عبداللطیف اپرېدی ویشتلی وو او تر هغې وروسته نیول شوی وو.

په عدالت کې یوه عیني شاهد او وکیل خادم اکرام هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې یو کس چې د وکیلانو جامې یې اغوستې وې پر ۸۰ کلن لطیف اپرېدي ډزې وکړې چې هلته ناستو نورو وکیلانو ونیو او پولیسو ته یې وسپاره.

د لېډی رېډنګ روغتون ویاند پر هغه ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې په پېښور کې د مرستندویه او ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ کارکوونکو نوموړی په ژوبل حالت کې روغتون ته لېږداوه خو هلته تر رسېدو مخکې یې سا ورکړه.

عبداللطیف اپرېدی د پاکستان له نومیالیو وکیلانو، سیاستوالو او د بشري حقونو له فعالانو یو وو چې وژنې یې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پراخ احتجاجونه وپارول.

وکيلانو د جنورۍ پر ۱۷مه د پاکستان په ټولو عدالتونو کې کاربندیز او احتجاج وکړ. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د اپرېدي د وژونکو ضد دې سخت ګامونه پورته کړي.

پر هم هغه ورځ په کراچۍ او بوري (لورالايي) کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړو او مدني فعالانو مظاهرې وکړې.

د اپرېدي په جنازه کې د بېلابېلو ګوندونو مشرانو، وکیلانو، فعالانو او سلګونه خلکو ګډون وکړ.

د لطیف اپرېدي د جنازې ګډونوالو د هغه وژنه لويه غميزه وبلله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

د لطیف اپرېدي لنډ ژوندلیک

اپرېدی د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار اسوسیېشن) مشر منتخب شوی وو.

له دې پرته، نوموړي له څه د پاسه پینځه لسیزو راهیسې د پښتون ملتپاله سیاستوال په توګه مبارزه کړې وه. عوامي نیشنل ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د اختلافاتو له کبله د نوموړي غړیتوب ختم کړی وو. دی هغه مهال د ګوند د وکیلانو د څانګې مشر وو.

اپرېدی تر دې وروسته د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړی شو او دا راز یې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې د هغه تحریک ملاتړ کاوه او د وکیل په توګه یې د پي ټي اېم د یوشمېر ګرفتارو غړو مقدمې پر مخ وړې.

لطیف اپرېدی په ۲۰۱۸ز کال کې د پي ټي اېم د هغې ۳۰ کسیزه جرګې غړی هم وو چې د پاکستان له حکومت سره یې مذاکرات کول.

لطیف اپرېدی د قامي اسمبلۍ غړی هم ټاکل شوی وو او د سیاسي مبارزې پر مهال یې بند هم تېر کړی وو.

لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې.

ده له پېښور پوهنتونه د اقتصاد او له خیبر لا کالجه یې د قانون بریلیکونه یا ډېګرۍ تر لاسه کړې وې.

عبداللطیف اپرېدی په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.

دی په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په ښوونځي کې وو چې د باچا خان د تحریک ملګری شو. په کالج کې نوموړی د کیڼ لاسي نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) له مخکښه مشرانو سره ملګری شو او سیاسي مبارزې ته یې دوام ورکړ.

اپرېدي مشال راډیو ته ویلي ول چې په ۱۹۷۷ز کال کې پخواني پوځي مشر جنرال ضیا الحق د هغه وخت د وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو منتخب حکومت ړنګ کړ او پوځي قانون (مارشل لا) یې نافذ کړ چې پرضد یې ملتپاله او کیڼ لاسو ګوندونو او سیاستوالانو مبارزه پیل کړه چې جمهوریت بحال کړي.

اپرېدی په ۱۹۷۹ز کال کې د ضیا الحق د واکمنۍ ضد د سیاسي مبارزې پر اساس زنداني شو او بیا په ۱۹۸۰ز کې هم بندي شو.

ده ویلي ول چې په ۱۹۸۱ز کال کې یې په زندان کې ۱۰ میاشتې تېرې کړې او په ۱۹۸۳ز او ۱۹۸۵ز کلونو کې هم زنداني شو. اپرېدی وايي، په ټوله کې به یې شاوخوا درې کاله بند تېر کړی وي خو د نورو سیاستوالانو په څېر دی په زندان کې نه وو شکنجه شوی.

XS
SM
MD
LG