د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوموتي وکيل عبدالطیف اپرېدي د وژنې پر ضد احتجاجونه شوي


په کراچۍ کې د لطیف اپريد د وژنې پر ضد د ملي جمهوري غورځنګ غړيو او مدني فعالانو احتجاج
په کراچۍ کې د لطیف اپريد د وژنې پر ضد د ملي جمهوري غورځنګ غړيو او مدني فعالانو احتجاج

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو او سياسي فعالانو د نوموتي وکيل عبدالطیف اپرېدي د وژنې پر ضد احتجاجونه کړي دي.

وکيلانو د جنورۍ پر ۱۷مه، د پاکستان په ټولو عدالتونو کې له کاره بايکاټ او احتجاج وکړ. وکيلانو په حکومت غږ کړی چې دعبدالطیف اپرېدي وژونکو ضد دي سخت ګامونه پورته کړي.

نومیالی وکیل، ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعال عبداللطیف اپرېدی د جنورۍ پر ۱۶مه، په پېښور هايي کورټ کې په ډزو وویشتل شو چې روغتون ته يې په لاره ساه ورکړه. د هغه مړی د جنورۍ پر ۱۷مه، پېښور سره نيږدې د بډه بیرې پر اپرېدي روډ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د جنورۍ پر ۱۷مه، په کراچۍ او لورالايي کې هم د ملي جمهوري غورځنګ غړيو او مدني فعالانو مظاهرې کړې دي. دوی په دې احتجاجونو کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د خپلو وګړو د خوندي ساتلو لپاره دې ټينګ ګامونه واخلي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جنورۍ ۱۶مه پر ټويتر ليکلي وو چې د لطیف اپرېدي وژنې ډیر ودرداوه. نوموړي د خیبر پښتونخوا په امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او له صوبايي حکومته یې په دې لړ کې د کوټلي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

عبدالطیف اپرېدی له پینځه لسیزو راهیسې د پښتون ملتپاله سیاستوال په توګه مبارزه کړې وه. عوامي نیشنل ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د اختلافاتو له کبله د نوموړي غړیتوب ختم کړی وو. دی هغه مهال د ګوند د وکیلانو د څانګې مشر وو. اپرېدی تر دې وروسته د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړی شو او دا راز یې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې د هغه تحریک ملاتړ کاوه.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د پي ټي اېم د هغې ۳۰ کسیزه جرګې غړی هم وو چې د پاکستان له حکومت سره یې مذاکرات کول. د دې غورځنګ مشر، منظور پښتين د هغه پر وژنه خفګان ښودلی. نوموړي پر ټويټر لیکلي چې دا د پښتون قام لويه غميزه ده.

عبدالطیف اپرېدی د پارلېمان غړی هم پاتې شوی او د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار اسوسیېشن) مشر هم منتخب شوی وو. هغه چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې.

اپرېدي له پېښور پوهنتونه د اقتصاد او له خیبر لا کالجه یې د قانون بریلیکونه یا ډېګرۍ تر لاسه کړې وې. افريدي په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.

د لطیف اپرېدي د جنازې ګډونوالو د هغه وژنه لويه غميزه وبلله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00
XS
SM
MD
LG