د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ نوی ګوند جوړوي


محسن داوړ
محسن داوړ

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د نوي سیاسی ګوند جوړولو فیصله کړې ده.

دی وايي، لا یې هم د ګوند منشور او تنظیمي ډانچه نه ده جوړه کړې خو لنډ وخت کې به یې نوم او منشور هم اعلان کړي.

محسن داوړ د مې پر ۳۱مه مشال ریډیو ته وویل، له ډېرې مودې راهیسې یې له ملګرو سره د یوه نوي ګوند جوړولو لپاره سلا مشورې روانې وې چې له یوې سیاسي لارې د ولس بیانیې او ستونزو هوارولو لپاره هلې ځلې وکړو.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه وویل چې هغه هغه یې خپل غورځنګ دی، دوی جوړ کړی دی او هغه یو غیر پارلمانی غورځنګ دی او انتخاباتو سره یې کار نه شته. د ده په وینا هغه به پر خپل ځای روان ساتي.

د محسن داوړ په خبرو د ډېرو ملګرو یې دا خواهش وو چې هغوی په انتخاباتو کې هم برخه واخلي، نو د هغوی لپاره له یې د سیاسی ګوند جوړولو فیصله کړې ده.

محسن داوړ تر دې وړاندې د عوامي نیشنل پارټۍ د زده کونکیو تنظیم او وروستو د ځوانانو سازمان (نیشنل یوت ارګنایزېشن) مشر هم پاتې شوی وو. نوموړی د پښتون ژغورنی غورځنګ په مشرانو کې هم شامل دی. کله چې په دوه زره اتلسم کې یاد غورځنګ جوړ شو نو محسن داوړ هغه وخت هم د نیشنل یوت ارګنایزیشن مرکزي مشر وو خو د بیانیو د اختلافاتو له وجې د دوه زره اتلسم کال په مارچ کې د ګوند مشر نیشنل یوت ارګنایزیشن مات کړو چې ورسره د محسن داوړ په ګډون د تنظیم ټولو غړيو څوکۍ ختمې شوې. له دې وروستو د محسن داوړ د عوامي نیشنل ګوند سیاسي غړیتوب هم ختم کړل شو.

د فبرورۍ په مياشت کې هم د محسن داوړ، د سپريم کورټ بار اېسوي اېشن مشر لطيف افريدي، افراسیاب خټک، بشری ګوهر او جميله ګيلاني ترمنځ ناسته شوې او له پي ټي اېم څخه د پارلیماني ګوند جوړولو د پرېکړې ويل شوي وو، خو داوړ هغه وخت ويلي ول چې په دغه ناسته کې په ملک کې په موجوده سياسي حالاتو بحث شوی سياسي مشران ناست وو د دې نه سېوا نوره فېصله نه ده شوې.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هغه وخت ویلي وو "پي ټي اېم يو مزاحمتي سياسي غېر پارلیماني تحريک دی."

د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين له ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي چې د پي ټي اېم هغه پخوانی دريځ پرځای دی، او هغه چې دا به یو غبر پارليماني تحریک وي.

هغه وويل له منظور پشتين سره يې پر دغه موضوع خبرې شوي او که څوک هم سياسي ګوند جوړوي هر چاته دا حق حاصل دی.

هغه زياته کړه دوی د سياسي ګوندونو مخالف نه دی او که د پښتنو د حق لپاره هر څوک خبره کوي دوی به يې ملګري وي.

نورالله ترين وویل د پي ټي اېم د غړي په توګه هغه ګڼي چې دا وخت د پي ټي اېم مهم مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر په زندان کې دی په دې وخت کې د سياسي ګوند جوړول مناسب نه وو.

XS
SM
MD
LG