د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالطیف اپرېدي جنازه په پېښور کې وشوه


 په پېښور کې د لطیف افريدي جنازه
په پېښور کې د لطیف افريدي جنازه

د نوميالي‌ وکيل او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي جنازه د سلګونو کسانو په ګډون د پېښور په باغ ناران کې وشوه.

د جنورۍ پر ۱۷مه شوې جنازه کې د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو، وکيلانو، د بشري حقونو لپاره کار کوونکو، مدني فعالانو او ګڼو عامو خلکو ګډون وکړ. عبداللطیف اپرېدي د جنورۍ پر ۱۶مه، په پېښور هايي کورټ کې په ډزو وویشتل شو چې روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه. د پېښور پولیسو د عملیاتو د څانګې مشر کاشف افتاب د پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې د حملې په تړاو یې یو کس نیولی او پلټنې یې پیل کړي دي.

اپرېدی د پارلېمان غړی هم پاتې شوی او د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر کې د سپریم کورټ د وکیلانو ټولنې (سپریم کورټ بار اسوسیېشن) مشر هم منتخب شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جنورۍ ۱۶مه پر ټويتر ليکلي چې د لطیف اپرېدي وژنې ډیر ودرداوه. نوموړي د خیبر پښتونخوا په امنیتي حالاتو اندېښنه ښودلې او له صوبايي حکومته یې په دې لړ کې د کوټلي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان بیګا په خپل ټویټر پیغام کې ولیکل چې د لطیف اپرېدي وژنې ډیر خپه کړی او له کورنۍ سره یې غمرازي کوي. د جنورۍ پر ۱۶مه، د پا کستان پیپلز ګوند لخوا خپور شوي بیان کې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري هم د افریدي وژنه غندلې وه او ویلي یې وو چې د جمهوريت د بحالۍ لپاره د هغه مبارزه نه هېرېدونکې ده.

اپرېدی له پینځه لسیزو راهیسې د پښتون ملتپاله سیاستوال په توګه مبارزه کړې وه. عوامي نیشنل ګوند په ۲۰۱۹ز کال کې د اختلافاتو له کبله د نوموړي غړیتوب ختم کړی وو. دی هغه مهال د ګوند د وکیلانو د څانګې مشر وو. اپرېدی تر دې وروسته د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړی شو او دا راز یې په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې د هغه تحریک ملاتړ کاوه.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د پي ټي اېم د هغې ۳۰ کسیزه جرګې غړی هم وو چې د پاکستان له حکومت سره یې مذاکرات کول. د دې غورځنګ مشر، منظور پښتين د هغه پر وژنه خفګان ښودلی. نوموړي پر ټويټر لیکلي چې دا د پښتون قام لويه غميزه ده.

لطیف اپرېدی د قامي اسمبلۍ غړی هم ټاکل شوی وو او د سیاسي مبارزې پر مهال یې بند هم تېر کړی وو. هغه چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې.

هغه له پېښور پوهنتونه د اقتصاد او له خیبر لا کالجه یې د قانون بریلیکونه یا ډېګرۍ تر لاسه کړې وې. افريدي په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.

دی په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په ښوونځي کې وو چې د باچا خان د تحریک ملګری شو. په کالج کې نوموړی د کیڼ لاسي نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) له مخکښه مشرانو سره ملګری شو او سیاسي مبارزې ته یې دوام ورکړ. افریدي مشال راډیو ته ویلي ول چې په ۱۹۷۷ز کال کې پخواني پوځي مشر جنرال ضیا الحق د هغه وخت د وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو منتخب حکومت ړنګ کړ او پوځي قانون (مارشل لا) یې نافذ کړ چې پرضد یې ملتپاله او کیڼ لاسو ګوندونو او سیاستوالانو مبارزه پیل کړه چې جمهوریت بحال کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG