د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لطیف اپرېدي د جنازې ګډونوالو د هغه وژنه لويه غميزه وبلله


د لطیف اپرېدي د جنازې ګډونوالو د هغه وژنه لويه غميزه وبلله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

د نوميالي‌ وکيل او پښتون ملتپاله سیاستوال، عبدالطیف اپرېدي جنازه د سلګونو کسانو په ګډون د پېښور په باغ ناران کې وشوه. په دې ويډيو کې ګورئ چې غمژن پښتانه مشران د هغه مړينه د مظلوم لپاره د يو رسا غږ خاموشه کېدل بولي. د عوامي‌نېشنل ګوند يو مشر، میا افتخار حسېن پر پښتنو غږ وکړ چې شخصي دښمنۍ ختمې او خپل سرلاري وژغوري. وکيل طارق افغان وويل چې "پنځوس یا سل کاله به نور واخلي چې په پښتنو کې بل لطیف لالا پيدا شي". د جنورۍ پر ۱۷مه شوې، د لطیف اپرېدي چې په لطیف لالا مشهور وو، جنازه کې د بېلا بېلو ګوندونو مشرانو، وکيلانو، د بشري حقونو لپاره کار کوونکو، مدني فعالانو او ګڼو عامو خلکو ګډون وکړ. عبداللطیف اپرېدي د جنورۍ پر ۱۶مه، په پېښور هايي کورټ کې په ډزو وویشتل شو چې روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه. د پېښور پولیسو د عملیاتو د څانګې مشر کاشف افتاب د پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې د حملې په تړاو یې یو کس نیولی او پلټنې یې پیل کړي دي. ويډيو راپور او ايډيټ: عظمت علي شاه او ځلاند يوسفزی

XS
SM
MD
LG