د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا د کمیونټي سکولونو د استادانو غوښتنې


منور شاه، مشال راډیو

پراګ - د قبایلي سیمو د ټولنیز یا کمیونټي سکولونو استاذان لا هم په اسلام اباد کې دخپلو مطالبو لپاره احتجاج کوي. قبایل چې دوړاندې نه په تعلیم کې شاته پاتې دي، دکمیونټي سکولونو د ختمیدو لوجې به یې د نوی نسل مستقبل څه وي؟ او دې لړ کې حکومت څه ګامونه پورته کړي؟

په قبایلي سیمو کې خواوشا نهه سوه ټولنیز یا کمیونیټي سکولونه کار کوي چې پکې د نیمې نه زیات د جینکو سکولونه دي. دیو رپوټ ترمخه خواوشا ۸۰۰۰۰ ماشومان په دې سکولونو کې زدکړې کوي چې هم ددغه قبایلي سیمو څه باندې ۲۰۰۰ استاذان ورته سبق ښايي.

د تیرو لسو ورځو راهیسې دا استاذان په اسلام اباد کې د خپلو مطالبو په حق کې مظاهره کوي
دوي څه غوښتنې لري ددې استاذانو داتحادیې یو مشر خاندان استاذ وايي،
(تقریباً زمونږه څوارلس کاله برابر شول، زمونږه دا غوښتنه ده چې مونږه دې فوراً ریګولر کړي. او زمونږه د تېر یو نیم کال تنخاګانې پاتې دي مونږه له دې هغه راکړي. تر هغه وخته به زمونږه داحتجاج جاري وي تر څو چې زمونږ مطالبې نه وي حل شوي)

نوموړې زیاتوي چې دوي د خپل مستقبل په اړه اندیښمن دي خو پوښتنه دا ده چې په لسګونو زره هغه ماشومان چې دې سکولونو سره یې مستقبل تړلې ددې د نشتوالي په اړه هغوي څه احساسوي.

(زما سعیده نوم دې، اول جومات کې سبق وایم. په تعلیم پسې به ډېره خپه یم. دلته خو نور څه شته دې هم نه. زه ډاکټره جوړیدل غواړم چې بیا دخلکو علاج کوم..... زما فضا محمد نوم دې، دوېم جومات کې یمه. که سکوال مو نه وي نو مونږ به خپه یو، شاړ به پاتې شو. تعلیم سره مې شوق دې، او غواړمه یې....... زما خالد نوم دې څلورم جومات کې یم، مونږ به دلتهد څه کؤ چې تعلیم نه وي. بس اخوا دیخوا به ګرځو یا به ګډې څرؤ یا به خاشاکونه راچلؤ. )

په دې کې دیو ماشوم پلار راته د کمیونټي سکولونو په اړه وویل،
(زما عیسي داد نوم دې، دمومند ایجنسۍ سره تعلق لرم. دا زمونږه علاقه ډېره پسمانده ده. دلته چې دا کوم کمیونیټي سکولونه جوړ شوي دي، په دې زمونږ ډېر ماشومان سبق وايي. دا زمونږ لپاره یو امید جوړ شوې چې زمونږ ماشومان به هم د نورو علاقو پشان ترقي وکي او ماشومان به پکې سبق وايي.)

قبایلي سیمه کې تعلیمي نیمګړتیاؤ ته په اشاره سره ماهرتعلیم پروفیسر تاج محمد وايي که څه هم د سیمې سکولونو کې معیار د ضرورت سره سم نه دې خو بیا هم د کمیونیټی سکولونو ختمیدل یا دپام نه غورځول به دا سیمه نوره هم شاته پاتې کړي.
(ضروري خبره ده چې ډیر خراب حال به یې وي، څه خو کوي کنه! یو لس فیصده کار به کوي، یو پنځه فیصده کار به کوي، دنشت نه خو به ښه وی کنه. نو که داهم نه وی نو اثرات به یې ډېر منفي وي. اګرچه دا خلک ډېر خواري کښ دي، غواړی چې خپلو بچو ته تعلیم ورکړي.)

پروفېسر تاج محمد وايي قبایلي سیمه کې بدلون لپاره حکومت له په هنګامی بنیادونو کار کول پکار دي نه چې هلته موجود وړې وړې منصوبې هم بندې کړې شي.

بلخوا د کمیونیټي سکولونو په اړه د قبایلي او سرحدي سیمو مرکزي وزیر انجینیر شوکت الله خان وايي ځینې داسې سکولونه او استاذان وو چې په سمه توګه یې کار نه کولو، دې لړ کې یې د بهوت یعنې تش په نامه سکولونو مالومات کړی. هغه یې بند کړي او استاذان یې لرې کړي دي.

په دې پوښتنه چې کوم کمیونيټي سکولونه او دهغې استاذان کار کوي نو هغې لپاره حکومت څه ګامونه په پام کې نیولي دي نوموړې وايي،

(دې لپاره مونږه دا حل را اویسته چې دهغه ځایې لوکل کوم مشر یي د ایجوکېشن، هغه چې کوم سپین کړل هغوي له به ټنخاګانې ورکړې کیږي. په هغې باندې هم پوره عمل ونکړې شو نو هغې لپاره مونږه دسېفران متعلق د سینټ سټېنډنګ کمیټي او دنېشنل اسمبلۍ سټېنډنګ کمیټي چې کومه ده، په هغې کې مونږه دا مسله اوچته کړې ده او دهغه ټولو ذمه دارانو نه چې کوم فاټا سیکرټرېټ کې دي، هغوي مونږه جواب غوښتې دې. څه جوابونه یې راکړي هم دي، مونږه ترې لا مطمین نه یو. ځکه چې په نور پاکستان کې کوم کسان په کنټریکټ باندې وو هغه مستقل کړې شو. او دلا عاجزان د سیکرټرېټ د چکر نه راوتلې نشي او سېفران سره یې نیغ په نیغه کار نه دې ګني ما به ډیر مخکې مستقل کړي وو. )

د انجینیر شوکت الله خان په وېنا که څه هم وزارت یې د قبایلي سیمې د پرمختګ لپاره یو شمېر منصوبې لري خو د عملي کولو لپاره یې د سیمې سیاسي اصلاحاتو ته ډېر ضرورت دې.
XS
SM
MD
LG