د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: تر ۵۰ زره زيات ښوونکي د نوکريو مستقل کولو لپاره احتجاج کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا غیر مستقله یا پر ایډهاک نظام اخیستل شوي استادان وایي حکومت چې له دوی سره کومې ژمنې کړې وې هغه یې سر ته ونه رسولې.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو استادانو چې شمېره یې د ۵۸ زرو نه زیاته ده د اتحادیې مشر عطاالرحمان د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دوی د جولای د لومړۍ نیټې نه مستقل یا ریګولر کوي ولې دغه استادان په ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوي دي.

هغه وايي: "د ۱۹۷۳ ز کال د سروسز د اصولو ترمخه یو سرکاري ملازم به د تقررۍ له تاریخ نه مستقل کیږي دا خبره په ایین کې ډېره څرګنده ده خو دوی په اسمبلۍ کې اعلان وکړ چې موږ دا استادان د جولای د لومړۍ نیټې څخه مستقل کوو، بلخوا چې موږ مالومات وکړل نو د تعلیم د صوبایي سیکټري لخوا پرې اعتراضات شوي، دوی موږ د جولای د لومړۍ نیټې نه مستقل کوي، د پېنشن روایتي نظام پر ځای موږ په کنټريبیوټري نظام کې اچوي زموږ د څلو کالونو اینکريمنټس (کلنۍ اضافي پیسې) نه راکوي دا زموږ سره ډېر لوی ظلم دی "

دا له هغې وروسته ده چې کله د جون پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړه د بجټ وړاندې کولو پر وخت اعلان وکړ چې د این ټي ایس ټسټ په ذریعه د صوبې څه نا څه ۵۸ زره استادان د روان کال د جولای د لومړۍ نیټې ته مستقل کوي.


د پېنشن نوی کنټريبیوټري نظام څه دی ؟

حکومت د جون پر ۱۳مه اعلان وکړ چې د دغو استادانو پشمول به دوی نوي برتي شوي کسان د پېنشن په کنټريبیوټري نظام کې اچوي. د خزانې صوبایي وزیر تیمور سلیم جګړه د بجټ د وینا له مخې که د یو سرکاري ملازم تنخا ۵۰ زره روپۍ وي، نو دی به د میاشتې پنځه زره روپۍ په خپل پېنشن فنډ کې اچوي او شپږ زره به ورته حکومت ورکوي. نوموړي وویل چې دا به د صوبې اقتصاد ته هم ګټه ورسوي. خو استادان وایي کله چې دوی ریټایرډ شي نو حکومت به ورته یا خو د پېنشن ټولې پیسې یو ځای ورکړي، یا به د میاشتې څو زره روپۍ ورکوي او که دغه ختمې شوې نو بیا د دوی لپاره هیڅ نه وي او نه به د دوی د مړینې وروسته کورنیو ته پېنشن ورکړل کیږي نو ځکه دا نوی نظام دوی نه مني.

د سوات د استادانو د اتحادیې مشر نواب فرید د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل حکومت پر ځای د دې چې د دوی مسلې واوري نو د استادانو د اتحادیو مشرانو او غړو ته یې شوکاز نوټسې جاري کړي.

هغه وايي: "حکومت په هره ضلع کې د استادانو د اتحادیو مشرانو ته شوکاز نوټسې ورکړې، ماته هم دلته سوات کې راکړی شو. زموږ د صوبایي اتحادیې مشر عطاالرحمان یې له نوکرۍ لرې کړ. استادان په دې ډير غصه دي او موږ اسلام اباد ته په احتجاج ورځو هلته به د عمران خان د کور مخې ته ناست یو تر څو چې مو غوښتنې نه وي منل شوې، څه نا څه ۵۰ زره استادان به سبا راټولیږي او په احتجاج به روانیږي."


شوکاز نوټس مانا سپیناوی یا وضاحت دی. استادان وایي حکومت ترې وضاحت غوښتې چې ولې د حکومتي پالیسۍ خلاف احتجاجونه کوي؟

بلخوا د سوات د یو هایي سکول استادې پلوشې په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې هرکال په اېډهاک نظام (موقتي توګه)د ګومارل شويو استادانو تنخاګانې د څو میاشتو لپاره تر هغه وخت پورې بندې شي، تر څو چې يې قرارداد نه وي غځول شوی:

هغه وايي: "حکومت ته زموږ د درو کلونو اینکریمنټس هم پاتې دي، حکومت هره میاشت ۱۹۵۰ روپۍ هم زموږ د تنخا نه کټ کوي نو هغه هم لاړې او څلور کاله سروس هم نه شمارل کیږي دا خو ډېر ظلم دی."

تاسو ته د پاکستان اقتصادي حالت مالوم دی، درې کاله پس به له موږ سره د تنخاګانو ورکولو نه علاوه هیڅ پیسې نه وي پاتې
د قانون صوبايي وزیر فضل شکور خان

په دې استادانو کې د پرایمري، مډل او هايي سکولو استادان شامل دي، دوی وایي که غوښتنې یې ونه منل شوې نو اسلام اباد ته په احتجاج ورځي. خو د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر فضل شکور خان مشال راډیو ته وایي حکومت د استادانو د مستقل کولو اعلان کړی دی او باید دوی احتجاج ونکړي:

هغه وايي:" حکومت دا اعلان کړی چې دوی به د جولای د لومړۍ نیټې نه مستقل کوي او په دې کې اوس بله خبره نه کیږي، بل دا چې د پېنشن نوی نظام به اوس ټول هېواد کې راځي تاسو ته د پاکستان اقتصادي حالت مالوم دی، درې کاله پس به له موږ سره د تنخاګانو ورکولو نه علاوه هیڅ پیسې نه وي پاتې نو دا یوه مسله ده."

استادان وایي تر ۲۰۱۳ز کال وړاندې به استادان په مستقل توګه برتي کېدل خو وروسته د پاکستان تحریک انصاف حکومت تر اېډهاک نظام لاندې د استادانو ګومارنې وکړې.

د خیبر پښتونخوا استادانو له دې وړاندې تیر کال او د روان کال په مارچ میاشت کې هم د خپلو نوکریو د ژر تر ژره مستقل کېدو لپاره په ټوله صوبه احتجاجونه کړل ول.

XS
SM
MD
LG