د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان د چين ۶۷ اربه ډالر پور ادا کولی شي؟


د چین په مالي مرسته د اېبټ اباد سرنګ پر سر "پاکستان-چین ملګرتیا زنده باد" شوي دي - د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر ۱۵مې انځور.
د چین په مالي مرسته د اېبټ اباد سرنګ پر سر "پاکستان-چین ملګرتیا زنده باد" شوي دي - د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر ۱۵مې انځور.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي د چين پورونه او پانګونه د اندېښنې نه بلکې د هېواد د اقتصاد بهترولو لپاره د ارزښت وړ دي.

کاکړ له امريکا غږ سره په مرکه کې، چې د نومبر پر ۱۸مه خپره شوې، له تفصیل ورکولو پرته وويل چې اسلام اباد د چين د څه د پاسه ۶۷ اربه ډالرو پور د خلاصولو پلان لري.

کاکړ زیاته کړه چې اسلام اباد د هغو پورونو پرې کولو لپاره اقدامات او اصلاحات کړي دي. "د بجټ د ملاتړ لپاره موږ ته د چين راکړې پسې ډېر اهميت لري. موږ د قرضونو د خلاصولو او اقتصادي بهترۍ لپاره ضروري ګامونه اخیستي او په وړه او لویه کچه مو ځينې اصلاحات کړي دي. چين به دلته خپله پانګونه جاري وساتي ځکه چې هغوی ته د پاکستان د بازار او په سيمه کې د موقعيت ارزښت معلوم دی. دا هم واضحه ده چې دوی به موږ هڅوي چې لا ښه امنيت او باثباته سیاسي چاپېريال برابر کړو. موږ لا وار له مخه د بهتره اقتصادي چاپېريال برابرولو لپاره دغه کارونه کوو."

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د ۶۵ اربه امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

د پاکستان دولتي بانک ارقام ښيي چې چین د دې پانګونې تر څنګ پاکستان ته له ۲۰۰۰ز کال راهیسې ۶۷.۳ اربه ډالر پور هم ورکړی دی.

د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د نیلم-جهلم برېښناکوټ او بند چین جوړ کړی دی - پخوانی انځور.
د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د نیلم-جهلم برېښناکوټ او بند چین جوړ کړی دی - پخوانی انځور.

د اقتصادي چارو پوه انور شاه ته نه ښکاري چې د پاکستان چارواکو پر دعوو سربېره دې اسلام اباد د پورونو ادا کولو جوګه وي.

نوموړي د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، چین د پورونو له نه ورکوونکو ځینو هېوادونو څخه د څه مودې لپاره بندرونه او کانونه نیولي دي نو ځکه اندېښنه لري چې ښايي له پاکستان سره هم داسې وشي. "پاکستان کولای شي دا قرض د يو مهالوېش يا سکېجول له مخې ورکړي. د تجارتي قرضو خلاصولو لپاره د ملکونو ترمینځ دا ممکنه ده. که دا حل ممکن نه وي نو بله خبره به لږه په ساده ټکو کې وکړو. په کلي کې چې څوک له چا قرض واخلي ‌او بیا یې نه شي خلاصولی نو کور، پټی يا ګاډی یې په بدل کې ورکړي. زما تشویش دی چې هسې نه چين پاکستان ته ووايي چې ته زما پور نه شي خلاصولی نو په بلوچستان کې کانونه دي، هغه راکړه، سمندري لارې راکړه يا ګوادر يا نور داسې څه راکړه" چې قرض پرې خلاص شي.

له پاکستانه پرته چین هم ټینګار کوي چې بهرنۍ پانګونه یې هېڅ هېواد ته خطر نه پېښوي.

د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په اکتوبر کې د یوې کړۍ، یوې لارې نوښت سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې "اقتصادي جبر" او نورو هیوادونو سره " ټکر" ردوي.

نوموړي زیاته کړه چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې پانګونه د هېڅ هېواد اقتصادي ګټو ته ګواښ نه دی.

د پاکستان د دولتي بانک د ووبپاڼې له مخې، هغه هېواد د ۲۰۲۳ز کال تر جون پورې ټول ۱۲۴ اربه ډالر بهرني پورونه لرل چې له چین، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، امریکا او د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه اخیستل شوي دي.

د چین د سیاسي اقتصاد چارو شنونکی جلال بازوان وايي، د غربي هېوادونو پورونه تر ډېره سیاسي خو د چین هغه پر کاروباري راکړې ورکړې ولاړ وي.

د هغه په وینا، د اسلام اباد او بیجنګ د ښه دوستۍ دعوې پر خپل ځای خو چین به هرومرو هغه لارې لټوي چې له پاکستانه خپلې پیسې ترلاسه کړي. "پاکستان پر نړیوالو مرستو او قرضونو تکيه کوونکی هېواد دی. بلکې اوس خو په قرضونو روږدی شوی دی. اسلام اباد دا غلط فهمي لري‌ چې چين به ترې پورونه نه غواړي خو داسې نه ده. د چين پالیسي دا ده چې 'ورورګلوي به کوو خو حساب ترمینځه.' پاکستان ته د قرضونو خلاصولو لپاره ضروري ده چې سرکاري لګښتونه او دفاعي بجټ کم او برامدات زیات کړي."

د بازوان په خبره، په پاکستان کې پر چينايانو بریدونه او سیاسي بې ثباتي د چينايي پروژو د ځنډ سبب کېږي چې له وجې به یې د سود لرونکو پورونو حجم زیاتېږي.

ناامني په پاکستان کې بالعموم او په بلوچستان کې په ځانګړي ډول لویه مسله ده چې پکې له پاکستانه خپلواکي غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې چین ته پر وسایلو د قبضه کوونکي په سترګه ګوري او پر پروژو او کارکوونکو یې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG