د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چین د سیپېک پروژې لسمه کلیزه لمانځي


د پاکستان او چین مشران په دې هم سلا شوي چې سږ کال به د سیپېک ۱۰مه کلیزه لمانځي ـ پخوانی انځور. 
د پاکستان او چین مشران په دې هم سلا شوي چې سږ کال به د سیپېک ۱۰مه کلیزه لمانځي ـ پخوانی انځور. 

بیجنګ او اسلام اباد د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) پروژو په چارو کې تراوسه په شويو پرمختګونو اطمنان ښودلی.

د جون پر ۲۳مه د پاکستان وزیراعظم شهبار شریف او د هغه چینايي هم منصب لي قېیانګ د فرانسې په مرکز پاریس کې د نړیوالې مالیاتي معاهدې سرمشریزې په څنډه کې د ملاقات پر مهال هغه پروژه د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله.

دا د روان کال په مارچ میاشت کې د چینايي وزیراعظم د چوکۍ سنبالولو وروسته د دواړو مشرانو تر منځ لومړنۍ شخصي لیدنه وه.

تر لیدنې وروسته شهباز شریف پر ټوېټر ولیکل چې موافقه یې وکړه چې دواړه هېوادونه به د ستراتیژیکو همکاریو او د ملګرتیا پیاوړي کولو او پراختیا ته دوام ورکوي.

د پاکستان سرکاري راډيو ترمخه، دواړو خواوو د سيپېک په ګډون د دوه اړخيزو اړيکو او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې وکړې. دواړو مشرانو رضا مندي وښودله چې سږ کال د سيپېک ۱۰کاله پوره کېدل لمانځي.

دا راز د چين وزيراعظم د شهباز شریف لخوا د پاکستان د دورې بلنه هم قبوله کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG