د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین د لویو پروژو په وړاندې خنډونه


د ارشیف انځور:
د ارشیف انځور:

پراګ ـ د فرانسې خبري اژانس لیکي، د انډونیشیا د ریل له پټلۍ واخله تر چین پاکستان اقتصادي لار پورې پروژې له ستونزو سره مخامخې دي چې د بیجنګ د وریښمو لار بیا ژوندې کول یې ځنډني کړي.

اژانس لیکي، د چین ولسمشر په ۲۰۱۳م کال کې د (یوې کړۍ ـ یوې لارې) پروژه پرانیسته. د دې پروژې له مخې به چین د بندرونو، اورګاډو، سړکونو او سرمایه کارۍ له لارې له افریقا، ایشیا او اروپا سره وتړل شي. ولسمشر شي جین پینګ چې په تیرو څو لسیزو کې د چین تر ټولو زیات ځواکمن مشر دی، د انفراسټرکچر بېلا بېلې منصوبې پیل کړي دي. ویل کېږي چې دا د نوموړي د بیجنګ د اقتصادي او جغرافیايي سیاست د غځولو په برخه کې یو مهمه موخه ده.

په واشنګټن کې یو څیړونکي موری هیبرټ اژانس ته ویلي، په داسې هېوادونو کې د انفراسټکچر منصوبې ډېرې پېچلې وي. نوموړی زیاتوي، د دا رنګه منصوبو لپاره د ځمکې لانجې مخې ته راځي او د مالې مرستو معاهدې ترلاسه کول او د ټیکنالوژی په برخه کې مسئلې هوارول وي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وا چون ینګ پر دې ټینګار کوي چې د هېواد اقتصادي نوښتونه په سمه توګه پرمخ روان دي.

بیجنګ د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر کې د انډونیشیا تر ټولو لومړی او تېز رفتاره ریل ګاډي منصوبه ترلاسه کړه خو د دوو کالونو تېریدو وروسته له جکارتا تر بنډونګ ښاره پورې پر دې منصوبه لږ کار شوی دي.

اژانس لیکي، د انډونیشیا په والیني سیمه کې په مشینونو ځمکې هوارې شوې دي خو هلته د ریل ګاډي پټلۍ نه ده جوړه شوې نو داسې څرګندېږي چې پر دې لارو به ریل ګاډې په ۲۰۱۹ م کال کې کار پیل کړي.

له منډاله مکتي کلي سره نزدې د خوړو د یو دکان مالک نینګ سري اژانس ته ویلي، د ریل ګاډي منصوبې پرانیستو د لومړي کال وروسته یې تراوسه هېڅ پرمختګ نه دې لیدلې. اژانس لیکي، د کلي اوسېدونکو ته تر ټولو لویه ستونزه د وړاندیز شوې سړک لپاره خپلې ځمکې پرېښودل دي.

د شاوخوا ۵۴ اربه ډالرو په لګښت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکیو په ګېس پایپ لاین، ریل پټلیو او چینايي انجنیرانو بریدونو کولو سره په نښه کړې ده. خو د چین بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د یوې کړۍ یوې لارې منصوبې ته د ډېرو خلکو ملاتړ ترلاسه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG