د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د چین-پاکستان اقتصادي لار پر پروژو د کار درېدو خبرونه ناسم دي"


چین غواړي د ګوادر بندر له لارې سوداګري وکړي
چین غواړي د ګوادر بندر له لارې سوداګري وکړي

پراګ - په پاکستان کې د چین – پاکستان اقتصادي لار د پروژو د پلانونو یو مشر حسن داود وايي، په هېواد کې د پروژو لومړی پړاو بشپړ شوی او دویم هغه به یې ژر پیل شي.

نوموړي د اګست پر ۱۰مه، مشال راډیو ته نېټه و نه ښوده خو ویې ویل چې د دویم پړاو پر پروژو به کار په څو میاشتو کې پیل شي.

داود دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اګست پر نهمه د پاکستان د ټولو اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمېټۍ مشر اکرم خان دراني په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې واکمن تحریک انصاف پر چین – پاکستان اقتصادي پروژو کار بند کړی دی. ده تور پورې کړ چې حکومت د امریکا خوشالولو لپاره چین خپه کوي.

خو داود د اپوزیشن څرګندونې رد کړې: "زه په ذاتي او حکومتي حیثیت د اپوزیشن خبره ردوم چې ګواکې پر چین – پاکستان اقتصادي پروژو کار بند یا ورو شوی. هر څه سم روان دي. د دې مثال دا دی چې وزیراعظم په تېرو څلور ورځو کې پر دې موضوع څلور غونډې کړې دي."

خو په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي، له "باوري سرچینو" څخه یې معلومات ترلاسه کړي چې پر پروژو د حکومت او چین ترمنځ "بدګمانۍ" پیدا شوې دي او پر ځینو پروژو کار بند شوی.

پر پروژو د کار درېدو یا ځنډېدو خبره تر دې مخکې هم ځینو نړیوالو خبري اژانسونو کړې ده.

اسلام ابا او بیجنګ د ۲۰۱۵ز کال د اپرېل پر ۲۰مه د چین – پاکستان اقتصادي لار پروژې لاسلیک کړې چې ورسره سم، چین په هغه هېواد کې انفراسټرکچر رغوي او غواړي د بلوچستان ترګوادره لار جوړه کړي.

ټاکل شوې چې چین د دې پروژو په لړ کې په پاکستان کې د شاوخوا ۶۰ اربه ډالرو پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG