د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار وايي متحده عربي امارات او چینایي بانک پاکستان ته پورونه ورکوي


اسحاق ډار ویلي له نويو مرستو سره به د بهرنيو پيسو زېرمې زیاتې شي ـ پخوانی انځور
اسحاق ډار ویلي له نويو مرستو سره به د بهرنيو پيسو زېرمې زیاتې شي ـ پخوانی انځور

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار وايي، متحده عربي اماراتو د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ته ویلي دي چې هیواد یې پاکستان ته یو ارب ډالر ورکوي.

ډار د اپریل پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې متحده عربي امارات دا پیسې د دوه اړخیزه مرستو پر اساس پاکستان ته ورکوي.

په بیان کې راغلي، د پاکستان مرکزي بانک د پیسو لاس ته راوړلو لپاره د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې کوي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کاله راهسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی دی.

پاکستان دا مهال له يای اېم اېف سره د پور پر اخیري قسط په خبرو بوخت دی. د ای اېم ایف د قرضې دغه قسط ۱،۱ اربه ډالره دی.

اسحاق ډار په یو بل بیان کې ویلي دي چې د چین بانک د پاکستان مرکزي بانک ته، نن (د اپرېل پر ۱۴مه) ۳۰۰ مېليونه ډالر ورکوي.

تېره میاشت چینایي بانک د پاکستان د اقتصادي ستونزو په هواري کې د مرستې په توګه ۱،۳ اربه ډالر پور ورکولو ژمنه کړې وه. هغه وخت ډار ویلي ول چې بانک ورته پیسې په دریو قسطونو کې ورکوي چې لومړی هغه یې د مارچ په میاشت کې ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG