د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالان او وکیلان: ۱۷ کاله وروسته هم د مې ۱۲مې د تاوتریخوالي د قربانیانو کورنۍ له انصافه بې برخې دي


د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې په تاوتریخوالي کې ګڼ ګاډي او موټرسایکل هم سوځول شوي ول.
د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې په تاوتریخوالي کې ګڼ ګاډي او موټرسایکل هم سوځول شوي ول.

د پښتنو ملتپاله ګوندونو سیاستوالان او وکیلان وايي چې پر ۱۷ کلونو تېرېدو سربېره په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال په تاوتریخوالي کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره انصاف نه دی شوی.

په کراچۍ کې د مې ۱۲مې د پېښو په مناسبت توره ورځ ده او وکیلان مظاهرې او غونډې کوي.

په هغه تاوتریخوالي کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو شاوخوا ۵۰ غړي او وکیلان پکې وژل شوي او ۱۳۰ تنه ژوبل شوي ول او لسګونه مساپر وړونکي ګاډي او د خلکو شتمنۍ سوځول شوې وې.

په کراچۍ کې پښتانه د ښاري ټرانسپورټ له لویو کاروباریانو بلل کېږي.

د هغه مهال د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري د بحالۍ لپاره تر مظاهرو وروسته په خونړیو پېښو کې د وژل شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو غړي، سیاستوالان او وکیلان وايي چې لا هم د انصاف په تمه دي.

پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف چودري له دندې ګوښه کړی وو چې پرضد یې وکیلانو او د حکومت مخالفه ګوندونو احتجاجي تحریک پیل کړ.

په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي ول. د مظاهرچيانو د منتشرولو لپاره د جنرال پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.

د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد د ۲۰۲۴ز د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د هغو پېښو ذمه وار پخوانی پوځي واکمن مشرف او د هغه وخت حکومت وو چې قاضیان او وکیلان یې ګواهان دي.

دی وايي، خلکو د چودري لپاره قربانۍ ورکړې خو چې هغه بحال شو نو خلکو ته یې انصاف ور نه کړ.

د ده په خبره، حکومت په تېرو ۱۷ کلونو کې پر هغو پېښو غلی پاتې شوی دی.

سید زیاتوي چې پخوا یې هم د هغه تاوتریخوالي د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې وه او اوس یې هم کوي.

تر پېښو وروسته د کراچۍ په مختلفو تاڼو کې ۴۰ مقدمې دایرې شوې وې چې پکې د سیند د هغه وخت واکمن متحده قامي موومنټ د سیاستوال او د کورنیو چارو صوبايي حکومت پخواني سلاکار وسیم اختر په ګډون د څه د پاسه ۵۵ کسانو نومونه شامل ول. وروسته ټول تورن کسان په ضمانت خوشې شول.

په کراچۍ کې د سپریم کورټ وکیل صلاح الدین ګنډه پور وايي چې تر اوسه په هغه قضیه کې ګواهان عدالت ته نه دي وړاندې شوي او دا د څارنوالۍ ذمه واري ده چې مقدمه، چې اوسمهال تر نامعلومې مودې ځنډېدلې، ژرترژره بشپړه کړي.

نوموړي د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې ګوندونه او حکومت هم د هغې پېښې په اړه غلي دي ځکه چې په وینا یې چې د مې ۱۲مې په تاوتریخوالي کې امنیتي اداره (اېسټیبلېشمنټ) د پخواني حکومت ملګرې وه.

د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په تاوتریخوالي او نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په تاوتریخوالي او نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مې ۱۲مه توره ورځ او هغه پېښه د ریاست له خوا پر "ولسي وګړو جبر" بولي.

د ګوند د سیند صوبې مرستیال سېکرټر عبدالرب دراني د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د پروېز مشرف تر څنګ متحده قامي موومېنټ (اېم کیو اېم) ګوند هم په هغه تاوتریخوالي کې ککړ وو.

درانی زیاتوي چې د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې غونډه کوي.

د پاکستان سپريم کورټ وکيل، د پیپلز ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی قادر خان مندوخېل وايي، په هغه پېښه کې پښتانه او وکیلان وژل شوي ول چې تر اوسه یې چا پوښتنه و نه کړه.

ده وویل، ګوند یې په سیند کې واکمن پاتې شوی خو د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته یې انصاف ور نه کړای شو چې دا "لوی شرم" دی.

مندوخېل هم وايي چې د هغه تاوتریخوالي اصلي مسوول اېم کیو اېم دی.

پروېز مشرف د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹کلونو په عمر کې ومړ.

نوموړي او متحده قامي موومنټ په تاوتریخوالي او نښتو کې د ککړتیا تورونه رد کړي ول.

البته د اېم کیو اېم کنوېنر یا مشر خالد مقبول صدیقي د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر اتمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د وکیلانو یوې غونډې ته ویلي ول چې اېم کیو اېم باید د مې ۱۲مې پر پېښه بخښنه وغواړي ځکه چې هغه تاوتریخوالي هغه ګوند هم زیانمن کړی وو.

XS
SM
MD
LG