د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د پولیو د واکسینې ډلې پر ساتونکو برید کې ۳ سرتېري ژوبل شوي دي


په پاکستان کې د پولیو له واکسیني ډلو سره پولیس سرتېري هم کور په کور ګرځي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې د پولیو له واکسیني ډلو سره پولیس سرتېري هم کور په کور ګرځي - پخوانی انځور.

د خیبر په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې حمله د مې پر ۲۵مه سهار نهه بجې د تیرا ملک دین خېلو په میر دره کې شوې ده.

دی وايي، روغتیايي کارکوونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول چې وسلوالو یې پر ساتونکو پولیسو حمله وکړه.

اپرېدی وايي، په حمله کې روغتیايي کارکوونکي محفوظ دي او د ژوبلو سرتېرو حالت هم د ډاډ وړ دی.

د خیبر د پولیسو ویاند وايي، هلته موجودو پولیسو پر وسلوالو ډزې وکړې خو هغوی په تېښته کې بریالي شول.

ظهیر اپرېدی زیاتوي چې تر پېښې وروسته سیمې ته نور سرتېري رسېدلي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د پولیو روغتیايي ډلو او د هغوی پر ساتونکو حملې شوې دي.

د مې پر ۱۹مه د بلوچستان د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وواژه.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG