د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سرکاري سکولونو استادانو د رتبو نه لوړېدو ضد مظاهره کړې ده


په پاکستان کې استادان او د تعلیمي ادارو کارکوونکي وخت په وخت د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې استادان او د تعلیمي ادارو کارکوونکي وخت په وخت د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه کوي ـ پخوانی انځور.

په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو استادانو د خپلو رتبو د نه لوړېدو پرضد احتجاج کړی دی.

د جون پر څلورمه د کوتې د خبریالانو مرکز مخې ته د شوې مظاهرې ګډونوالو وویل چې حکومت پر ژمنو سربېره له کلونو راهیسې د صوبې سرکاري سکولونو استادانو ته ترقي نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې روانه میاشت د بلوچستان حکومت کلنۍ بودیجه (بجټ) وړاندې کړي.

د مظاهرې ګډونوال او د بلوچستان د سرکاري سکولونو د استادانو د اتحادیې مشر عنایت الله کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د وفاق په ګډون نورو ټولو صوبو خپلو استادانو ته ترقي ورکړې خو د بلوچستان حکومت یې ځنډوي.

د مظاهرچیانو په خبره، صوبایي حکومت تېر کال د استادانو هغه غوښتنې نه یوازې منلې وې بلکې کابینې یې منظوري هم ورکړې وه خو لا هم عمل پرې نه دی شوی.

استادان وایي، د غوښتنو تر پوره کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

اخوا د بلوچستان د تعلیم وزارت وایي، د استادانو زیاتره غوښتنې یې منلې او عملي کړې دي. د صوبې د تعلیم وزیر نصیب الله مري د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل د استادانو د ترقیو غوښتنه د مالي مشکلاتو له کبله د ځنډ ښکار ده. ''اقتصادي مشکلات دي، اوس زموږ جېب خالي دی او د استادانو [د رتبو پر لوړېدو] زیات مصرف راځي.''

مري وايي، په بلوچستان کې تر ۷۰،۰۰۰ زیات استادان او نور کارکوونکي د تعلیم په څانګه کې کار کوي خو د هغه په خبره، له سکولونو څخه په یو کال کې ۳۰،۰۰۰ زده کوونکي هم نه فارغېږي.

هغه دا هم وویل چې ځينې سکولونه یوازې د کاغذ پر مخ دي او طبعي یا فېزیکي وجود نه لري خو استادان یې تنخاګانې اخلي.

د تعلیم وزیر زیاته کړه، د هغو "تش په نامه سکولونو" پر ضد یې کاروایي کړي او ځینې استادان یې له دندو لیرې کړي دي.

د بلوچستان حکومت وايي، په هغه صوبه کې ۳۰۰،۰۰۰ کسان حکومتي دندې ترسره کوي چې تر ټولو زیات شمېر پکې د تعلیم څانګې د کارکوونکو دی.

د هغې صوبې حکومت سږکال د ۹،۰۰۰ نورو استادانو د ګومارلو اعلان کړی او د دې لپاره یې په ځینو ضلعو کې له نوماندانو څخه امتحانونه هم اخیستلي دي.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان وخت پر وخت د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کوي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن استادانو د خپلو نوکریو دایمي کېدو او داراز په تنخا او پېنشن (تقاعدي پیسو) کې د زیاتوالي لپاره مظاهرې کړي دي.

داراز د روان کال په اپرېل په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون ښوونکو او کارکوونکو پر وخت د معاش (تنخا) نه ورکول کېدو پرضد احتجاج کړی وو.

XS
SM
MD
LG