د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سرکاري سکول استادانو د نه خوړلو هړتال میاشت پوره شوه


په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د استادان د اګست له دریمې د نه خوړلو پر هړتال ناست دي.
په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د استادان د اګست له دریمې د نه خوړلو پر هړتال ناست دي.

په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د استادانو اتحادیې "ګورنمنټ ټیچرز اسوسیېشن اییني" له خوا د پیل کړي نه خوړولو هړتال اوس یوه میاشت شوې ده.

د یادې اتحادیې مشران وايي چې د کوټې پریس کلب مخې ته د روان دې هړتال درې غړي د صحت تر خرابېدو وروسته په روغتون کې داخل کړل شوي دي. دوی وايي دا هړتال یې ځکه پیل کړی چې حکومت یې اییني غوښتنې نه پوره کوي.

د اتحادیې مشر حاجي مجیب الله غرشین د سېپټمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې پر دې هر څه سربېره حکومت سنجیدګي‌ نه ده ښودلې.

ده وویل، "د جولاي له ۱۸مې د اګست تر درېمې مو علامتي بوک هړتال کړی وو او د اګست له دریمې مو اته مشران پر مکمل بوک هړتال دي او په دوی کې د درو حالت ډېر خراب شو، هغه په روغتون کې داخل دي خو حکومت پر دې ټولو مرحلو سربېره هیڅ سنجیدګي نده ښودلې."

د بلوچستان د سرکاري سکول ښوونکي غواړي چې حکومت ترقي ورکړي
د بلوچستان د سرکاري سکول ښوونکي غواړي چې حکومت ترقي ورکړي

له نوموړي مې وپوښتل چې د دوی په غوښتنو کې داسې څل شامل دي‌ چې حکومت یې پوره کولو ته حاضر نه دی؟

ده وویل، دوی په ایین او قانون کې دننه هغه ترقي غواړي چې د وفاق تر څنګ ټولو صوبو خپلو استادانو ته ورکړې ده.

هغه زیاته کړه، "وفاقي حکومت دوه کاله وړاندې په خپلو تعلیمي ادارو کې د نهه ګرېډه استادانو ته ترقي ورکړه او ۱۴ ته یې ورسول او د ۱۴ هغه یې ۱۶ ګرېډه ته پورته کړل. دا کار د خیبر پښتونخوا، سیند او پنجاب حکومتونو هم وکړ خو یوازې د بلوچستان استادان له دې حق څخه محرومه دي."

حاجي مجیب الله غرشین وویل چې د دې استادانو شمېر ۴۰ زره دی.

ده وویل، د نورو ملک استادانو ته ترقۍ او نوي مراعیات ورکول کېږي خو د بلوچستان له دې استادانو څخه هغه مراعات بیرته اخیستل کېږي چې له پخوا ورکول کېدل.

د کوټې پریس کلب مخې ته د نه خوړلو په هړتال کې ناست د یادې اتحادیې ویاند قاسم اڅکزي مشال راډیوته وویل، که په ده څه وشو نو ذمه وار به یې اوسنی حکومت وي.

نوموړي وویل، "زه تر ځان تېر یم خو د استادانو تر جایزو حقونو نه تېرېږم، زما هیپټاټس بي شو، ملېریا شوه او اوس مې سا بندیزي، که په ما هرڅه وشو نو ذمه وار به یې اوسنی حکومت او وزیراعلا وي خو پر ما تر هغه وخت څه خوړل حرام دي چې جایز غوښتنې مو نه وي منل شوې."


د بلوچستان ټیچرز اسوسیېشن یو بل مخکښ انور ناصر مشال راډیو ته وویل چې نه یوازې د بلوچستان زیاتره ګوندونو د دوی د غوښتنو ملاتړ کړی دی بلکې د ده په وینا، حکومت هم دا مني چې دا غوښتنې جایز دي.

د تعلیم له صوبايي وزیر میر نصیب الله څخه مې وپوښتل چې که رښتیا هم حکومت د استادانو دا غوښتنې پر ځای بولي نو بیا یې ولې پوره کوي نه؟

هغه وویل، دوی په دې اړه مسوده وزیراعلا ته لېږلې او هغه د قانون محکمې ته سپارلې ده خو دا نشي ویلای چې د استادانو د دې مسلې د هواري رسمي امر به کله وشي.

ده وویل، "دا موږ چیف سیکرټري او اعلا وزیر ته لېږلې وه، اعلا وزیر د قانون محکمې ته لېږلې ده، چې له هغه ځایه را وګرځي او اعلا وزیر چې هر څه امر وکړ نو موږ به د هغه مطابق نوټیفیکېشن جاری کړو خو زه دا وخت په صوبه کې نه یم نو ځکه نشم ویلای چې دا به تر کله وشي."

د تعلیم وزیر زیاته کړه چې د ده په فکر که استادانو ته دا ترقي ورکړل شي هم نو له ۱۰ څخه تر ۱۵ کروړه روپیو بوج به پر حکومت پرېوزي کوم چې د ده په وینا ډېرې پیسې نه دي.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان سرکاري سکولونو استادانو د ترقۍ او نورو غوښتنو لپاره له څه باندې یو کال راهسې احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG