د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون ښوونکو او کارکوونکو پر وخت د تنخا نه ترلاسه کېدو پرضد احتجاج کړی


بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی ــ انځور له ارشيفه
بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی ــ انځور له ارشيفه

په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون ښوونکو او کارکوونکو پر وخت د معاش (تنخا) نه ورکول کېدو پرضد احتجاج کړی دی.

د استادانو د اتحادیې مشر پروفیسر فرید اڅکزي د اپرېل پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې کاربندیز یې کړی دی او د پوهنتون دروازو ته یې قفلونه (قلفونه) اچولي دي.

د هغوی په وینا، د بلوچستان کلنۍ بوديجه ۷۲۰ اربه روپۍ ده خو د صوبې ۱۳ پوهنتونونو ته یوازې دوه نیم اربه روپۍ ورکول کېږي.

استادان غوښتنه کوي چې صوبايي حکومت دې د پوهنتونونو بجټ لږترلږه ۱۰ اربه روپیو ته لوړ کړي.

بل خوا د بلوچستان د خزانې وزیر زمرک اڅکزي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې "ډېر ژر" به د دې ستونزې د دایمي هواري لپاره غونډه وروغواړي.

په کوټه ښار کې بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی چې دا مهال د صوبې د يوشمېر نورو پوهنتونونو تر څنګ له مالي بحران سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG