د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان یوشمېر ګوندونه له ابتدايي حلقه بندیو خوښ نه دي


د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې عام انتخابات کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې عام انتخابات کوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان یوشمېر ګوندونه وايي، د انتخاباتو کمېشن د تازه حلقه بندیو له ابتدايي نوملړ سره په پوره ډول متفق نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نویو حلقو لومړی نوملړ خپور کړ.

کمېشن په اګست کې د پاکستان د ګډو ګټو شورا له خوا د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجو تر تاییدولو وروسته له سره د انتخاباتي حلقو جوړولو اعلان وکړ. د ۲۰۲۳ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ابادي څه د پاسه ۲۴۱ مېلیونه ده.

کمېشن په خپل لومړي رپورټ کې د یوشمېر بدلونونو ذکر کړی دی او ویلي یې دي چې د انتخاباتي قانون له مخې یې په څلورواړو صوبو کې ځینې ضلعې د کافي ابادۍ نه لرلو له وجې د قامي اسمبلۍ له جلا څوکۍ بې برخې شوي دي.

په هغو کې د بلوچستان یوشمېر ضلعې شاملې دي چې د کمېشن په وینا د قامي اسمبلۍ د جلا ضلعې حقدارې نه دي.

خو د بلوچستان د ملتپاله ګوندونو سیاستوالان وايي، د کمېشن ځینې حلقې ورته ته د منلو وړ نه دي او پرضد یې عدالت ته ځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو صوبايي سېکرټر کبیر افغان مشال راډیو ته وویل، فکر کوي چې دا نوې حلقه بندۍ هم د تېر په څېر په صوبه کې له پښتنو سره د توپیري چلند پر اساس جوړې شوې دي. "زموږ د چمن او قلعه عبدالله د صوبايي اسمبلۍ درې [څوکۍ وې]، په هغه کې یې یو کم کړی دی. زموږ د هرنايي سیټ یې د لهړي تحصیل یرغمال کړ، بارکان او موساخېل دوه ضلعې دي، دوی په یوه شمارلې دي، اواران ضلع ۱۷۸،۰۰۰ ابادي لري هغه ته یې هم د صوبايي اسمبلۍ سیټ ورکړی دی او چمن چې ۴۶۶،۰۰۰ ابادي لري، هغه ته یې هم د صوبايي اسمبلۍ یو سیټ ورکړی دی."

کبیر افغان وویل، دوی ځکه دا ډول حلقه بندۍ نه مني چې ورسره د ده په وینا، له پښتون مېشتو سیمو سره د ژوند په هره برخه کې ناروا شوي دي. "دوی زموږ ۳،۰۰۰،۰۰۰ ابادي کمه کړه، د هغه پر بنیاد به زموږ ۲۸۲ نوي یونین کونسلونه جوړېدل، د صوبايي او قامي اسمبلۍ نوي سیټونه به جوړېدل، د میډیکل او انجینرۍ په سلګونه سیټونه به جوړېدل، دا هر څه دوی ختم کړل نو موږ دا سرشمېرنه د تېرې هغې تسلسل بولو او هغه پر پښتون دښمنۍ ولاړه سرشمېرنه وه."

خو د پاکستان د شماریاتو ادارې ویاند محمد سرور ګوندل تر دې وړاندې هم د ملتپالو ګوندونو داسې تورونه رد کړي وو.

نوموړي د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې دوی سرشمېرنه او کورشمېرنه د نسل او فرقې پر اساس نه ده کړې.

د بلوڅ ملتپال ګوند نیشنل پارټۍ مشر او پخواني اعلاوزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دوی هم له نویو حلقه بندیو خوښ نه دي. "پر ځینو سیټونو زموږ تحفظات شته په ځانګړې توګه، د خضدار د ښار پر سیټ هغه ځکه چې هغه پر ۴۶۰،۰۰۰ دی او هم داسې موږ د کوټې پر ځینو سیټونو تحفظات لرو چې یو خوا او بل خوا ته کړل شوي دي نو موږ د دې پرضد عدالت ته ځو."

بلوڅ زیاته کړه چې که په لوی سر کې له بلوچستان سره د ابادۍ کمولو په برخه کې زیاتی نه وای شوی نو اوس به هلته د صوبايي او قامي اسمبلۍ څوکۍ زیاتې شوې وای.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښ ملک سکندر اېډووکېټ مشال راډیو ته وویل، د دوی ګوند په سېنېټ او عدالت دواړو کې د تازه سرشمېرنې پرضد غږ پورته کړی دی.

ده وویل، دوی غواړي چې انتخاباتي حلقي باید داسې وي چې له یو بل سره تړلې او پوله لرونکې سیمې په یوه حلقه کې شاملې شي. "په اصولي توګه هم چې کومې سیمې یو له بل سره لګېدلي وي هغه باید په یوله حلقه کې واچول شي او اوس هم چې غیرفطري حلقې دوی جوړې کړې دي نو موږ یې خلاف یو."

د انتخاباتو کمېشن د اکتوبر تر ۲۷مې پورې ګوندونو او خلکو ته پر لومړنیو حلقو د نیوکو کولو او د خپلو شکایتونو درجولو لپاره وخت ورکړی دی.

هغې ادارې ویلي چې د اکتوبر له ۲۸مې د نومبر تر ۲۶مه به د شکایتونو جاج اخلي او بیا به د وروستیو حلقو نوملړ خپروي.

انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې په ملک کې به راتلونکي عام انتخابات د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په اخري اوونۍ کې کوي.

XS
SM
MD
LG