د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو ملتپالو ګوندونو د نویو انتخاباتي حلقه بندیو پرضد غږ پورته کړی دی


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان په پارلېمان کې د خیبر پښتونخوا د چوکيو کمېدلو پرضد د مظاهرو او عوامي نېشنل ګوند عدالت ته د تللو خبرداری ورکړی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند ادعا کوي چې په لوی لاس د پښتنو نفوس او په انتخاباتو کې د هغوی د حلقو شمېر کم کړل شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر او د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي مير کلام وزیر د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې د نويو حلقه بنديو له مخې په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو چوکۍ له ۱۲ څخه شپږو ته کمې شوې دي. د هغه په وينا د دې عمل پرضد او په ولس کې د بيدارۍ لپاره احتجاج پيلوي.

قبايلي ضلعو ته په ۲۰۱۸ز کال کې په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سیمو ۱۲ چوکۍ ورکړل شوې وي خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر دويمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا چوکۍ د کمې ابادۍ له وجې شپږو ته ټيټې شوې دي. البته کمېشن زیاته کړې چې د حلقه بنديو لیسټونه ابتدايي دي او د اکتوبر تر اخره ورباندې اعتراضونه جمع کېدلی شي.

بل پلو، د عوامي نېشنل ګوند وياند زاهد خان د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې د انتخاباتو کمېشن منطق ورته د منلو نه دی. هغه زیاته کړه چې دوی به نوې حلقه بندي په عدالت کې چېلېنجوي.

یادو ملتپالو ګوندونو ويلي چې له پښتنو سره زیاتی روان دی ځکه چې کله حلقې کمې شي نو په پارلېمان کې به د پښتني سيمو چوکۍ هم کمېږي. دا په دې معنا ده چې دغو ځایونو ته د بېلابېلو کارونو لپاره ورتلونکې پيسې به د پخوا هومره نه وي. له همدې امله پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل پارټۍ د احتجاج خبرداری ورکړی دی.

پر پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند سربېره جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام (ف) په شمول ځينو نورو کوندونو هم پر نویو حلقه بندیو نيوکې کړې دي.

تر دې وړاندې د بلوچستان یوشمېر ګوندونو هم پر ابتدايي حلقه بندیو خپګان ښکاره کړی وو. د بلوڅ ملتپال ګوند نېشنل پارټۍ مشر او پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دوی هم له نویو حلقه بندیو خوښ نه دي: "پر ځینو سیټونو زموږ تحفظات شته په ځانګړې توګه، د خضدار د ښار پر سیټ هغه ځکه چې هغه پر ۴۶۰،۰۰۰ دی او هم داسې موږ د کوټې پر ځینو سیټونو تحفظات لرو چې یو خوا او بل خوا ته کړل شوي دي نو موږ د دې پرضد عدالت ته ځو."

انتخاباتي کمېشن دا نه مني او وايي چې د نویو حلقه بنديو ابتدايي لیسټ د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې جوړ شوی او حتمي شکل به یې د نومبر په اخره کې جاري کېږي.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۷مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ د ټولو عمومي څوکیو شمېر به ۲۶۶ وي او له دې پرته به پکې ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ د لږکیو لپاره ځانګړې کېږي.

په پاکستان کې پر عمومي څوکیو د نوماندانو ترمینځ ازاده سیالي کېږي او هر چا چې زیات ووټونه ترلاسه کړل، قامي یا صوبايي اسمبلۍ ته لاره پیدا کوي. تر انتخاباتو وروسته کمېشن هر ګوند ته د ترلاسه کړیو څوکیو په تناسب د ښځو او لږکیو څوکۍ ورکوي چې هغوی بیا ورباندې خپل استازي مستقیماً اسمبلیو ته لېږدوي.

له لومړني رپورټ سره سم، په قامي اسمبلۍ کې به د خیبر پښتونخوا ۴۵، د بلوچستان ۱۶، د سیند ۶۱، د پنجاب ۱۴۱ او د وفاقي پلازمېنې اسلام اباد ۳ عمومي څوکۍ وي.

انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې په ملک کې به راتلونکي عام انتخابات د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په اخري اوونۍ کې کوي.

XS
SM
MD
LG