د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن وايي د نویو حلقه بندیو ضد یې څه باندې ۱،۳۰۰ شکایتونه ترلاسه کړي دي


یو امنیتي سرتېری د انتخاباتي کمېشن ودانۍ مخې ته د چوونکو موادو لټون کوي- پخوانی انځور.
یو امنیتي سرتېری د انتخاباتي کمېشن ودانۍ مخې ته د چوونکو موادو لټون کوي- پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د نویو حلقه بندیو پر ضد ورسره ۱،۳۲۴ شکايتونه جمع شوي دي.

کمېشن د اکتوبر پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له پنجابه ۶۷۲، له خیبر پښتونخوا ۲۹۳، له سینده ۲۲۸، له بلوچستانه ۱۲۴ او له اسلام اباده یې اووه شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د کمېشن په وينا، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د شکايتونو ارزونه پيلوي او کله چې دا کار بشپړ شي نو د نومبر په اخر کې به د حتمي حلقه بنديو نوملړ خپور کړي.

د پاکستان ټاکنو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د ډېجېټل یا برېښنايي سرشمېرنې پر بنیاد د نوو حلقه بنديو ابتدايي لېسټ د سېپټېمبر پر ۲۷مه خپور کړی وو.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یوشمېر ګوندونو پر دې حلقه بنديو سختې نيوکې کړې دي ځکه چې پر اساس یې د هغو صوبو څوکۍ کمې او د پنجاب زیاتې شوې دي.

کمېشن وار د مخه ویلي دي چې د نویو حلقو جوړولو کار يې ګړندی کړی او د نومبر تر ۳۰مې پورې به یې پای ته رسوي، چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د ۲۰۲۴ز کال د لومړۍ میاشت په پای کې به انتخابات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG