د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان لسګونه سیاستوال په مسلم لیګ نون ګډ شوي


نواز شریف تېره میاشت پاکستان ته ستون شوی وو او د خپل ګوند لپاره په انتخاباتي کمپاین کې برخه اخلي ـ د اکتوبر ۲۱مې انخور.
نواز شریف تېره میاشت پاکستان ته ستون شوی وو او د خپل ګوند لپاره په انتخاباتي کمپاین کې برخه اخلي ـ د اکتوبر ۲۱مې انخور.

د بلوچستان لسګونو سیاستوالو په پاکستان مسلیم لیګ نون کې د شمولیت اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند رهبر او د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف د ګوند له نورو مشرانو سره یو ځای د نومبر پر ۱۴مه په دوه ورځنۍ دوره کوټې ته رسېدلی دی.

مسلم ليګ نون د نومبر پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د بلوچستان د پخواني اعلا وزير جام کمال او يوشمېر پخوانيو وفاقي او صوبايي وزيرانو په ګډون شاوخوا ۵۰ سياستوالو په هغه ګوند کې د شموليت اعلان وکړ.

په مسلم ليګ نون کې ګډون کوونکو سياستوالو کې زياتره د بلوچستان د پخواني واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ مشران دي. بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند او نېشنل پارټۍ ځينو سياستوالو هم په مسلم ليګ نون کې د ګډون اعلان کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د را روان ۲۰۲۴ز کال د فېبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو اعلان کړی دی او د يوشمېر سياسي ګوندونو مشران انتخاباتو ته د چمتووالي په لړ کې د بېلا بېلو سيمو دورې کوي.

د مسلیم لیګ نون رهبر نواز شریف تر څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو او د خپل ګوند لپاره په انتخاباتي کمپین کې برخه اخلي. هغه د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته تللی وو خو بیا وطن ته ستون نه شو.

په پاکستان کې دا مهال نګران حکومت دی چې د انتخاباتو تر کېدو چارې مخ ته وړي.

د پاکستان قامي اسمبلي په اګست میاشت ړنګه شوې وه چې تر هغې وروسته له ایین سره سم، باید انتخابات په درو میاشتو کې شوي وای.

خو انتخاباتي کمېشن وويل چې د ایین له مخې باید لومړی له سږنۍ برېښنايي یا ډېجېټل سرشمېرنې سره سم نوې حلقې جوړې کړي او بیا یې په فیبرورۍ کې انتخابات اعلان کړل.

په پاکستان کې د بېلا بېلو ګوندونو لخوا انتخاباتي کمپین په داسې مهال پیل شوی چې په هغه هېواد کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي او یوشمېر ګوندونه د ناامنۍ له وجې د انتخاباتي کیمپېن په اړه اندېښنې لري.

دا راز د تحریک انصاف د مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان په ګډون د هغه ګوند یوشمېر سیاستوال په زندان کې دي. د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنی غورځنګ سیاستوال او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر پولیسو په دوه مقدمو کې نیولی دی.

نګران حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د انتخاباتو د امنیت لپاره به هر ډول مکمن اقدامات کوي او شفافې ټاکنې به ترسره کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG