د لاسرسي ځای

تازه خبر

عورت فاونډېشن: حکومت دې د پاکستان صوبايي او قامي اسمبلیو کې د ښځو څوکۍ زیاتې کړي


په اسلام اباد کې یوه ښځه د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې یوه ښځه د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت فاونډېشن له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ښځو لپاره دې په صوبایي او قامي اسمبلۍ کې څوکۍ زیاتې کړي.

هغه بنسټ د نومبر پر ۲۲مه په کوټه کې "په جمهوریت کې د واک لرونکو ښځو کردار" تر عنوان لاندې په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو څوکۍ دې تر ۳۳ سلنو لوړې شي.

په سېمینار کې د بېلابېلو ګوندونو د استازو او فعالانو ترڅنګ د پاکستان انتخاباتي کمېشن او د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) چارواکو برخه واخیسته.

د بلوچستان لپاره د سازمان مشر علا الدین خلجي مشال راډیو ته وویل چې له چارواکو یې غوښتنه کړې چې په کومو حلقو کې د انتخاباتو پر مهال ښځې تر ۳۰ سلنه کمې رایې واچوې، هلته دې نتیجه نه اعلانوي او هلته دې له سره ټاکنې وکړي چې رایې اچونې ته زیاتې مېرمنې ورشي. "تقریباً هر ګوند د ښځو څانګه لري خو چې کوم ګوندونه دغه څانګه نه لري او یا په خپله سېنټرل (مرکزي) کمېټه کې ښځې نه لري، نو له دې سره به ګوندونه هم مجبور شي چې د ګوند پر سطح ښځو ته ځای ورکړي."

د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، که د رایو په یو مرکز کې لږترلږه ۱۰ فیصده ښځو ووټونه نه وي ورکړي، نو نتیجې یې نه اعلانېږي او هلته بیا انتخابات کېږي.

په غونډه کې د بلوچستان له حکومته په کوټه کې د ښاروالۍ د انتخاباتو غوښتنه هم وشوه.

د غونډې برخوالو دا هم وویل چې د پاکستان د وفاقي حکومت له لوري په قامي او صوبایي اسمبلیانو کې ښځو ته ځانګړې شوې برخه دې، د ښاروالۍ په څېر ۳۳ سلنه ته لوړه کړي.

په غونډه کې شریکې د بلوچستان نیشنل ګوند فاطمې بلوڅې وویل چې زیاتره ښځو ته د هغوی خپل ګوندونه د نارینه سیاستوالانو په څېر مساوي چانس نه ورکوي. "یو خو ګوندونه ښځو ته د هغو سیټونو (څوکیو) ټېکېټونه ورکوي چې هلته یې د ګوند غړي کم وي. د ښځو [ځانګړي] سیټونه هم کم دي. ښځې د ښځو مسلې په ښه ډول په ډاګه کولای شي، سړي یې هغسې نه شي کولای."

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبایي وزیر جان اڅکزي وویل چې د پاکستان په څلورو صوبو کې نه یوازې ښځو ته په سیاسي عمل کې برخه نه ورکول کېږي بلکې د پرمختیا په کارونو کې هم د مېرمنو ونډه کمه ده.

هغه وویل د جمهوري ادارو ترڅنګ تر فیصله سازو ادارو د ښځو د رسېدو هلې ځلې کوي. اڅکزي وویل چې د ښځو تر ګډون پرته سیاسي عمل نه شي بهتره کېدای.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG